د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې په حکومتي ودانیو ډله ییز بریدونه شوي


کندهار کې د نننۍ جګړی یو څنډه
کندهار کې د نننۍ جګړی یو څنډه

امنیتي چارواکي وایي چې د کندهار په نننیو ډله اییزو ځانمرګو بریدونو کې ۲۲ تنه ځانمرګي برید کونکي، ۵ پوليس او د یوې ښځې په ګډون ۴ تنه عام وګړي وژل شوي دي.

د کندهار والي توریالي ویسا او ددغه ولایت امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د کندهار په ښار کې د نننیو ډله ایزو بریدونو په باب خبریالانو ته د معلوماتو د ورکولو په وخت یوې ګډې خبري ناستې ته وویل چې په دغو بریدونو کې ۹ عام وګړي او ۲ تنه پوليس ټپیان شوي هم دي .

دغو چارواکو وویل چې ۲۲ واړه برید کوونکو نن څه باندې يوولیس بجې د کندهار د ولایت پر مقام او دامنيې قومندانۍ پر ودانۍ هم مهاله بریدونه پیل کړل چې نږدې دوه ساعته یې دوام وموند .

د کندهار د ولایت دودانۍ د ښار په دننه او د امنيې قومندانۍ ودانۍ بیا ۱۲ کیلو میتره ورڅخه لرې د ښار ختیځ لورته د کابل ـ کندهار پر لویه لار پرته ده .

د والي په دفتر دا بریدونه هغه مهال تر سره شول چې د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د دې ولایت له والي توریالي ويسا سره په یوه ګډه امنیتي غونډه کې سره خبرې کولې.

هره چهار شنبه د کندهار په ولایت مقام کې نظامي غونډه جوړیږي چي نن هم د دغې غونډې له پیل سره سم وسله والو ځانمرګو برید کونکو پیل کړل.

جنرال عبدالرازق ګډې خبري ناستې ته وويل چي د ۲۲ برید کونکو څخه ۱۱ تنو یې د ولایت په مقام او ۱۱ نورو يې پر امنیه قومندانۍ په بریدونو کې برخه لرله.

جنرال عبدالرازق وویل :"په وژل شویو کسانو کې بهرنیان په خاص ډول پنجابیان وو ، برید له بهره پلان شوی وو ، خو افغان ځواکونو خپلي موخې ته پرېنښودل".

جنرال عبدالرازق زیاته کړه چي دواړه بریدونه پر یوه وخت پیل شول چې لمړۍ د موټر بم چاودنې وشوې او تر هغه وروسته برید کونکو غوښتل چې یادو دواړو ودانیو ته ننوځي .

دی زیاته وي چي په برید کوونکو کې ۳ تنو خپل ځانونه والوزول او پاته ۱۹ تنه يې د پوليسو له لورې په ډزو کې ووژل شول .

جنرال عبدالرازق وويل چي برید په ډيره لوړه سطحه پلان شوی وو ، خو افغان ځواکونو يې په وړاندې اغیزمن ګام پورته کړ چې ، دده په وینا ۲۲ واړه برید کونکي د ۲ ساعتونو په ترڅ کې لمنځه یووړل شول .

د کندهار والي توریالي ويسا وويل چي افغان ځواکونو نن يو ځل بیا دا وښودله چې لوړې وړتیاوې لري او کولای شي چې دغه ډول خطرناک او پېچلي بریدونه په لنډ وخت کې مهار کړي .

والي ویسا د عامو خلکو پر مرګ او ژوبله خواشیني څرګنده کړه او د روژې په مبارکه میاشت کې يې دغه ډول بریدونو ترسره کول د افغانانو له سويې څخه ډير لوړي وبلل .

له بلي خوا څخه د کندهار د نننیو ډله یيزو ځانمرګو بریدونو مسئولیت وسله والو طالبانو منلی او رسنیو ته يې په لیږلي تلیفوني ثبت شوي پیغام کې د ګڼو افغان سرتیرو د وژل کیدو ادعا کړې .

دا د برید کونکو د شمېر له پلوه د خپل ډول یوه ډیره ستره حمله بلل کیږي چې تر دې مخکې يې ساری نه ولیدل شوی .

خو دا برید پر داسې وخت ترسره شوی چي په ټولیزه توګه د هلمند د وروستۍ جبهې جګړې څخه را وروسته د جنوبي ولایاتونو د امنیت په اړه له عامو خلکو سره له وړاندې لا اندېښنې موجودې وې

په عین حال کې په افغانستان کې د خبریالانو دمصونیت کمیټه وايي چې په کندهار کې په نني بریدونوکې دوه خبریالان هم ټپيان شوي دي.

ددغې کمیټې لخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه خبریالان بشیر احمد نادم او عبدالله نومیږي او هغه مهال ټپیان شول چې سیمې ته د پیښې د پوښښ لپاره ورغلي وو.

د افغانستان‌ په سویل کې د خبریالانو د خوندیتوب د کمیټې چارواکي وايي چې دغه ټپي شوي خبریالان روغتون ته لیږدول شوي او له درملنې وورسته له روغتون څخه رخصت شوي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG