د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما نوماندانو ته: د افغان اساسي قانون ضد کار ونکړئ


د امریکا ولسمشر بارک اوباما
د امریکا ولسمشر بارک اوباما

د امرېکا جمهور رئېس بارک اوباما د افغانستان دجمهوري رېاست دواړو کاندېدانو سره په تیلیفون غږېدلی دی او له هغوی یې غوښتي چې، په دویم دور انتخاباتو کې د شویو ادعاوو پلټلو او څېړلو ته لاره هواره کړي.

اوباما لومړي له ډاکټر اشرف غني احمدزي او بیا له ډاکټر عبدالله عبدلله سره خبرې کړي دي.

اوباما له دواړو کاندېدانو سره د خبرو اترو په ترڅ کې ټينګار وکړ چې د امريکا متحده ايالات تمه لري چې د درغلیو د ټولو تورونو په څیړلو سره د باوري ټاکنو بهير ډاډمن شي.

هغه زياته کړه چې (ټولې خواوې باید د داسې کړنو څخه ډډه وکړي چې د افغانانو د ملي يووالی د کمزوري کیدو سبب کېږي. هغوی باید سره راټول او د یوې داسې حل لارې لپاره چې د ټولو افغانانو د ارادې څرګندونه کوي، کار وکړي تر څو داسې يو حکومت رامنځ ته شی چې افغانستان يو موټی کړي.)

اوباما په خپلو تلېفوني خبرو کی عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي دواړو ته خبرداری ورکړ که د افغانستان د اساسي قانون له چوکاټ نه بهر کوم غېرقانوني اقدام وکړي او یا یې د تشدد او زور نه کارواخیست نو دغه کار به یې د جنگ ځپلي هېواد لپاره دامرېکا د مرستو دپای ته رسېدو سبب شي.

له بلې خوا ټاکل شوې ده چې دامرېکا خارجه وزېر جان کېري کابل ته سفر وکړي او کوښښ به وکړي چې روانه شخړه حل کړي.

اشرف غني احمدزي دا وارې ېو مېلون رایې له ډاکتر عبدالله نه زیاتې گټلي دي خو د هغه ټیم تور لگوي چې دجوزا په ٢۴ په دوهم ځل انتخاباتو کې پراخه درغلي شوې ده .

ښاغلي عبدالله د سه شنبې په ورځ په کابل کی اعلان وکړ چې بې له کوم شک او شبهې انتخابات ېې گټلي دي او ژمنه ېې وکړه چې هېڅکله به هم داسې یو حکومت ونه مني چې دنوموړي په وېنا دټگۍ او برگۍ په وسېله رامنځ ته شوی وي.

ډاکتر عبدالله ووېل چې دې به کابل ته دامرېکا دخارجه وزېر درارسېدو پورې صبر وکړي خو ځیني ملگري او ملاتړ کوونکي ېې دا گوښ کوي چې خپل یو موازي حکومت به اعلان کړي . د امرېکا حکومت ددغه گواښ غندنه کړې ده او وایې ویره لري چې په افغانستان کی به بی ثباتي نوره هم زېاته شي.

د افغانستان لپاره دامرېکا خاص استازې جېمز ډابنز واېې چې زمونږ د اعتراض باوجود دانتخاباتو کمېسون لومړنۍ نتېجه اعلان کړه او امرېکا په دې باور ده چې دغه اعلان ېې بې وخته و:

(( د نتېجو اعلان مونږ ډېر ماېوسه کړو ځکه چې ددې موافقې څه ذکر ونه شو دواړو خواو چې د تقلب او ټگۍ برگۍ په اړه چې کوم ډېر زېات الزامونه لگېدلې دي، په اړه به ېې نورې پلټنې وشي. مونږ خو دا خبره ډېره ښه گنله چې اعلان ځنډول شوې واې تر څو د نورو څېړونو په اړه ېوه موافقه حاصله شوي واېڅو مېلونه داسې راېې پرتې دي چې باې دله سره وڅېړل شي. نو پوښتنه دا ده چې په داسې حال کی چې خپل کار ېې نه ختم کړې ولې ېې نتېجې اعلان کړلې؟))

توقع ده که امنېتی تړون ورسره لاس لېک شو نو امرېکا به په افغانستان کی څو زره عسکر پرېږدي.

XS
SM
MD
LG