د لاس رسي وړ اتصالات

د نا امنیو له کبله سلګونه ښوونځي تړلي دي


د پوهنې وزارت وايي د ۲۰۰۵ کال را په دېخوا د تړل شویو دولس سوه ښوونځیو له ډلې یې ۸۰۰ بېرته پرانیستل شوي دي .
د پوهنې وزارت وايي د ۲۰۰۵ کال را په دېخوا د تړل شویو دولس سوه ښوونځیو له ډلې یې ۸۰۰ بېرته پرانیستل شوي دي .

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي د دوی پرلپسې هلو ځلو سره سره لا هم د هېواد په جنوبي ولایتونو کې څه باندې درې سوه ښوونځي تړلي پاتې دي چې، سلګونه زره ماشومان او زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي .

د پوهنې وزارت وايي د دغو ښوونځیو د تړل کېدو اصلي علت نا امني ده .

د وزارت د نشراتو او عامه پوهاوي مشر کبیر حقمل امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل ( په هلمند کې ۱۳۰ ښوونځي تړلي دي، په کندهار کې ۱۳۰ ښوونځي تړلي او همدغه راز لسګونه نور ښوونځي په زابل او ارزګان کې تړلي چې، له کبله یې سلګونه زره ماشومان له زده کړو بې برخې شوي دي .)

ښاغلی حقمل وايي سره له دې چې د پوهنې وزارت له ۲۰۰۵ کال را په دېخوا د تړل شویو دولس سوه ښوونځیو له ډلې یې ۸۰۰ بېرته پرانیستي، خو په جنوبي ولایتونو کې د دوی هڅو هاغسې چې تمه وه، نتیجه ورکړې نه ده .

ښاغلي حقمل و نه ویل چې د افغان حکومت ضد وسله والو طالبانو او نورو ډلو ولې دغه ښوونځي تړلي دي، خو نوموړي د جګړې پر ښکیلو غاړو غږ وکړ چې پوهنه او ښوونه دې نه سیاسي کوي او افغان ماشومانو ته دې د زده کړو زمېنې برابرې کړي .

( موږ پر وسله والو طالبانو هم غږ کړی چې ښوونځي مه تړﺉ، د ښوونځیو تړل د یو نسل په وړاندې د پوهنې د دروازو تړل دي، له قومي مشرانو او مخورو کسانو مو غوښتي چې د دغو ښوونځیو په پرانیستلو کې راسره مرسته وکړي، وزارت د هر تعلیمي کال په سر کې لسګونه ښوونځي پرانیزي، هیله مند یو چې د دغه کال تر پایه په جنوبي ولایتونو کې ټول تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیستل شي .)

د افغانستان د پوهنې وزارت نشراتو او عامه پوهاي مشر وايي د جنوبي ولایتونو تر څنګ په ځینو نوور سیمو کې هم د ګوتو په شمېر ښوونځي تړلي چې غزنی یې د بېلګې په ډول یاد کړ .

کبیر حقمل وايي دا مهال په ټول افغانستان کې یو اعشاره درې میلیونه ماشومانو له زده کړو بې برخي دي چې ډېره برخه یې په نا امنو ولایتونو کې ده .

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG