د لاس رسي وړ اتصالات

په زابل کې دوو پولیسو خپل څلور ملګري پولیس وژلي


ارشف
ارشف

د زابل ولایت امنیه قوماندان جنرال غلام سخي روغ لېونيوایي چې ېیښه تیره شپه د شهرصفا ولسوالۍ په جلدک سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

جنرال روغ لېوني، امریکاغږ ته د پېښې باب وویل چې نفوذي پوليس د دوی تر تعقیب لاندې دي.

جنرال روغ لېوني وویل چي پېښه د روژه ماتی پر وخت رامنځ ته شوې ده.

بلخوا وسله والو طالبانو د پېښې مسئولیت منلی او رسنیو ته يې په ليږلي تلیفوني پیغام کې دواړه برید کونکي پوليس خپل نفوذي ملګري بللي چي تر برید وروسته يې وسلې او موټر هم وسله والو طالبانو ته وروړی دي.

د زابل په ولایت کې دا برید وروسته له هغې شوی چې ددغه ولایت په جلدک کې د رواني او نۍ په پیل کې دریو ځانمرګو بریدکونکو چې له څلوېښت زره کیلو ګرامه څخه ډکه یومازدا موټر پواسطه یې غوښتل په کلات کې عملیات تر سره کړي پولیسو ته د مخکنیو معلوماتو له مخې د برید دمخه د بریدګرو په موټر برید وکړ چې درې تنه ځانمرګي برید کونکې په کې ووژل شول.

که څه هم په دا خلي بریدونوکې د تیرو کلونو پرتله ډیر کموالې راغلې خو اوس هم دغسې بریدونه د افغانستان په ناامنو جنوبي ولایتو کې کله کله ترسره کیږې.

د بلې خوا نن په کابل کې د ماین په یوه چاودنه کې یو پولیس وژل شوې او بل ټپي شوې دی.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزی وایي چې پیښه نن ۸:۳۰ د کابل د پولیسو د دوهمې امنیتي حوزي مربوط د دهن باغ په سیمه کې شوې جې له امله یې د کورنیو چارو وزارت یو پخوانې مامور وژل شوې او دوه تنه چې یو یې پولیس دی ټپي شوې دی .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG