د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي د۴۳٪ رایو شمیرلو په باب د ملګرو ملتونو وړاندیز منلی


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د جمهوري ریاست دفتر وایي ولسمشر کرزي تیره شپه په ارگ کې د ملکرو ملتونو د عمومي منشې له ځانګړي استازي یان کوبش سره کتلي او د نوموړي هغه وړاندیز په اړه یې ورسره خبرې کړي دي چې له مخې به یې د افغانستان د جمهوري ریاست د دوهم پړاو ټاکنو تر ۴۳٪ فیصدو پورې رایې بیا وشمیرل شي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ارګ نه یو خپور شوي بیان وایي چې افغانستان لپاره د ملکرو ملتونو د عمومي منشې ځانګړي استازي یان کوبش تیره شپه په ارګ کې په دې وړاندیز جمهور رئیس کرزي سره خبرې کړې دي.

ددغه وړاندیز له مخې به د جوزا د۲۴ ورځې د ټاکنو د ۸۰۰۰ پورې د رایو دمحلونو پاڼې چې شاوخوا ۳.۵ میلونه رایې کیږې بیا وشمیرل شي.

دا بیان وایې چې جمهورریس کرزي د غونډې برخوالو ته وویل چې د جمهوري ریاست د یو کاندید ډاکټر عبدالله عبدالله وړاندیز ته په درناوی او د جمهوري ریاست د بل کاندید ډاکټر اشرف غني احمدزي له خوا د ملګروملتونو د وړاندیز سره موافقه کوي.

په ارګ کې تیره شپه په جوړه شوې غونډه کې د ملګروملتونو د ځانګړې استازې سربیره د جمهورریس دواړه مرستیالانو، قاضي القضات ، پر اساسي قانون د څار د کمیسیون ریس او د ټاکنو د کمیسیونو ریسانو او غړو برخه لرله .

که څه هم چې ملګروملتونو ویلي چې دا وړاندیز به د جمعې په ورځ د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو ته په رسمي او لیکلۍ بڼه وړاندې کړي خو د جمهوري ریاست دغو دواړو کاندیدانو دفترونو امریکا غږ ته ویلي چې ملګروملتونو په دې وړاندیز لا دمخه دواړو کاندیدانو سره پرون او اوړمه شپه خبرې کړې دي.

تراوسه په څرکنده ددواړو کاندیدانو دفترونو دملګروملتونو د وړاندیز د منلو او یا نه منلو په باب تبصره نه ده کړې.

ملګروملتونو دا هڅې به داسې حال کې ګړندۍ کړې چې ټاکل شوي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري نن څه وخت د جموري ریاست له دواړو کاندیدانو سره د ټاکنو راوروسته حالاتو په باب خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تیره شپه ناوخته کابل ته رارسیدلې دي.

د جموري ریاست ددواړو کاندیدانو ټاکنیز دفترونه وایي چې ټاکل شوې چې نن د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره کاندیدنو سره کتني ولري خو ددغو د وخت په باب څه وایي.

XS
SM
MD
LG