د لاس رسي وړ اتصالات

جلال آباد کې د کرزي د انځورونو د څیرلو په خلاف لاریون


په جلا ل آباد کې د ځوانانو د لاریون یوه څنډه
په جلا ل آباد کې د ځوانانو د لاریون یوه څنډه

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې په سلګونو ځوانانو او د مدني ټولنو غړو د یو سوله یيز لاريون په ترڅ کې د ولسمشر کرزي د کارونو ستاينه وکړه او د هغو کسانو د ژر تر ژره نيولو او د قانون منګلو ته د سپارلو غوښتنه یې هم وکړه چې په دې اونۍ کې يې په کابل کې د ښاغلي کرزي انځورونه څيرلي او سوځولي وو.

دغو ځوانانو چې شمیره يې تر پينځوسوو زياته وه دجلال آباد ښار په واټونو کې تر ګرځیدنې وروسته په پښتونستان واټ کې دولسمشر کرزي څو لوى انځورونه وځړول.

دغو ځوانانو ولسمشر کرزی دملي يوالي دسمبول په توګه ياد کړاو د هغه تیر ديارلس کلن کاري بهيره هم خپل ملاتړ څرګند کړ.

دغو ځوانانو له افغان حکومت په جدي توګه غوښتنه وکړه چې يو شمیر هغه عناصر چې دخلکو دټاکل شوي ولسمشر کرزي انځورونه يې دلويې جرګې په خيمه کې څيرلي ونيسي او دقانون منګلوته دې وسپاري.

ددې اونۍ په سر کې یو شمیر قهریدلو ځوانانو د لويې جرګې په خيمه کې د عبدالله عبدالله د ټیم له خوا د یوې لویې غونډې په مهال د ولسمشر کرزي انځورونه څیرلي وو.

پخپله ښاغلي عبدالله د لویې جرګې په خیمه کې همدغې غونډې ته په وینا کې د خپلو پلویانو له خوا د ولسمشر کرزي د انځورونو په څیرولو ناخوښي څرکنده کړی وه.

دځوانانو دغه لاريون له دوو ساعتونو وروسته په سوله يز ډول وروسته له هغې پاى ته ورسیده چې دولسمشر کرزي څو لوى انځورونه يې په پښتونستان واټ کې وځړول.

په جلال آباد کې ځوانانو دا لاریون په داسې وخت کې کړی چې د کابل په ځینو برخو کې د ښاغلي غبدالله پلویانو د هغه لویې پوسترونه لګولې دي چې پرې لیکل شوي ؛ ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان د اسلامي جمهوریت منتخب جمهور رئیس؛

جلال آباد لومړنی ښار دی چې د ولسمشر کرزي د انځورونو د څیرلو په خلاف په کې ځوانانو لاریون کړی دي.

XS
SM
MD
LG