د لاس رسي وړ اتصالات

په لغمان کې په یوه نښته کې پينځلس وسله وال وژل شوي


ارشیف
ارشیف

په لغمان ولايت کې سيمه یيز چارواکي وايي د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو په مخامخ نښته کې پينځلس وسله وال وژل شوي او اته نور زخميان شوي دي. د هغوی په وینا اوه افغان سرتیري هم په دې نښته کې وژل شوي او څلور نور زخميان شوي دي.

چارواکي وايي چې دا نښته نن سهار د شنبې په ورځ درې بجې د الينگار ولسوالۍ په قلعټک سيمه کې وروسته له هغې رامنځته شوه چې يوې ډلې وسله والو د افغان ځواکونو پر پوستو ډله ايز بريد وکړ.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک آشنا راډيو ته وويل چې نښته وروسته له هغې په الينگار ولسوالۍ کې رامنځته شوه چې د وسله والو طالبانو يوې ډلې په ډليزه توگه د ملي پوليسو او ملي اردو پر پوستو بريدونه وکړل.

دى وايي چې وژل شوو وسله والو کې درې ځانمرگي بريدگر هم شامل دي.

دهغه پروينا ددريو جسدونه يې دمهترلام ښار ته انتقال کړي دي.

د والي وياند وويل په مړو او زخميانو کې د وسله والو طالبانو دوه قوماندانان هم شامل دي.

ده وويل چې دې نښتې پنځه ساعته دوام درلود او پر داسې مهال رامنځته شوه چې افغان سرتیرو د روژې لپاره اماده گي نيوله.

وسله والو طالبانو ددې پیښې د مسوليت منلو ترڅنگ ويلي چې په جگړه کې نهه تنه افغان سرتیزي وژل شوي او شپږ نور زخميان دي او دا راز خپلې غاړې ته يې ددو وژل او ددو نورو طالبانو د زخمي کېدو پخلى کړى دى.

الينگار د لغمان يو له ناامنو ولسواليو څخه شمیرل کیږي.

XS
SM
MD
LG