د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر کرزی: د دواړو کاندیدانو له دریځ ملاتړ کوم


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره د دواړو کاندیدانو کډه خبرې غونډه
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره د دواړو کاندیدانو کډه خبرې غونډه

ولسمشر حامد کرزي تېره شپه ناوخته د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر جان کېري او د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي یان کوبیش سره یوځای په ارګ کې د خبرو په ترڅ کې وویل، د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي له نوي دریځه ملاتړ کوي.

ښاغلي کرزي ددې غوښتنه وکړه چې د ټاکنو په ورځ په صندوقونو کې د اچول شوو رايو سل په سلو کې تفتیش دې ژر پيل شي ترڅو افغانانو وپوهیږي، چې راتلونکی ولسمشر یې څوک دی.

ولسمشر په خپلو خبرو کې وویل، چې تمه لري، دواړه ټاکنیز کمیسیونونه دا وړاندیز ومني او د ملګرو ملتونو او نړیوالو څارونکو په مخ کې د رایو تفیتش پرمخ یوسي.

هغه د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو نېټه د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو په غوښتنه چې د ښاغلي کېري په حضور کې یې له ده کړې وه، هم وځنډوله.

کاندیدانو ویلي وو چې کیدای شي د رائیو تفتیش زیات وخت ته اړتیا ولري، نو له ولسمشر کرزي غواړي چې د لوړې د مراسمو نېټه دې وځنډوي.

ښاغلي کرزي په خپل خبري کنفرانس کې وویل، د اګسټ دوهمه د نوي ولسمشر د لوړې لپاره ټاکل شوې وه او تیاري یې ورته درلودل خو دا چې اوس تفتیش کیږي، هیله لري چې د نوي ولسمشر د لوړې مراسم چې هر څومره ژر کیږي ترسره شي.

هغه دا هم وویل چې افغانان په بې صبري سره د نوي ولسمشر غوره کیدلو اعلان ته منتظر دي او په عین حال کې دولتي او حکومتي کارونه په ټپه ولاړ دي.

پدغه خبري کنفرانس کې چې تیره شپه ناوخته ترسره شو، ولسمشر کرزي وویل "د افغانستان د خلکو آرزو یو قوي حکومت دی او یو قوي رئیس جمهور دی او دې ته یې رایه ورکړې ده او د افغانستان خلک لکه همیشه، لکه تل یو له بله سره متحد دي او یو له بله سره ولاړ دي او دا خاوره د افغانستان د ملت په همت او د دوی په ایثار او فداکارۍ ساتل شوې ده د تاریخ په اوږدو کې او انشاءالله چې دا ساتنه به بیا هم ادامه پیدا کوي."

ښاغلي کرزي په دغه خبري کنفرانس کې دا هم وویل، چې ده په لومړي سر کې هڅه کوله چې د ټاکنو مسئله د افغاني روغې جوړې په اساس اواره کړي.

او زیاته یې کړه چې دده دوو مرستیالانو یونس قانوني او کریم خلیلي ته دا دنده سپارل شوې وه چې د ټاکنو په تړاو منځګړیتوب وکړي.

ولسمشر یو وار بیا د ټاکنو د بنسټونو د ملي کېدو خبره وکړه، او وې ویل چې له ۲۰۰۹ کال راهېسې دده هیله دا وه چې دا دواړه بنسټونه باید د افغانستان د قوانینو په اساس کارونه ترسره کړي.

پدغه خبري کنفرانس کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ټاکنو په بهیر کې د ولسمشر حامد کرزي له هڅو ستاینه وکړه وویل چې نړیوالې ټولنې هم خبرو میز ته د دواړو کاندیدانو کښنولو په برخه کې رول لوبولې دی.

ښاغلي کېري وویل چې دواړه کاندیدانو ته خلکو رایې ورکړی او هغوې پلویان لري دغو کاندیدانو د جمهور رئیس نه وغوښتل تر څو لوړې مراسم شاته واچوي.

همداشان د ملګروملتونو ځانکړي استازي هم د دوو کاندیدانو ترمنځ په موافقه خوښې وښوده وویل چې افغانستان د امریکا په څیر یو ستراژیک ملګری لري چې د اړتیا په وخت د هغوي مرستي ته وردانګې.

تر دغه خبري کنفرانس وړاندې د یان کوبیش په کور کې نوموړي، د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو او جان کېري سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل، د ټولو رائیو د بیا تفتیش سره یې موافقه کړې ده.

دواړو کاندیدانو د ملي یووالي تر نوم لاندې د حکومت جوړولو سره هم موافقه کړې ده.

عام افغانان بیا د ټاکنو د معضلې د ختمېدو غوښتنه کوي او وايي د جان کېري دا راتګ او منځګړیتوب د ټاکنو د اواري یوه لاره ده.

XS
SM
MD
LG