د لاس رسي وړ اتصالات

کندوز کې د وسله والو ډلو شتون خلک انديښمن کړي دي.


kunduz new
kunduz new

تیر ماښام روژه ماتي ته نزدې د یوې کورنۍ پنځه تنو ښځو د خپل کور د دوو ځوانانو جسدونه په موټر کې د کندوز د امنیی قوماندانۍ مخې ته راوړل، ددغې کورنۍ لویان همدغه دوه کسان وو چې د وسله والو له خوا وژل شوي دي.

ددغو دوه تنو وژل شویو کسانو مور وايې چې څه موده وړاندې وسله والو ددوي د کورنۍ پر یو ماشوم يې جنسي تیرې کړی و، هغه بندي شو خو اوس چې خوشې شوی ددې دواړه زامن يې ووژل او یو بل ورک دی:

(( د موسی مور یم، زما دوه زامن د ګلستان په نامه یو چا وژلي زما زامن د روژې په سودا پسې راغلي و، لاسونه او پښې ورلره تړلي وو او ډزې يې پرې کړي.))

دغه پنځه تنه میرمنې چې د دوه وروڼو له جسدونو سره د خان اباد د ده ویران له کلي ښار ته راغلي، هغوي وايې چې په خان اباد کې يې چا غږ وانه وریده خو په ښار کې هم له تیر مازیګر تر نن ناوخته پورې د قوماندانۍ په مخکې ځانونه په څپیړو وهل.

یوه بوډۍ ښځه چې پر ملا کړوپه ده خپل سر يې پر خپله لکړه واهه چې ښځینه پولیسې يې لاس ونیوه او ځان يې پر قیرسرک وویشته:

د کندوز د امنیه قوماندانۍ ویاند سید سرور حسیني وايې: (( د خان اباد د ده ویران په کلي کې دوه کسان د غیرقانونی وسله والو له خوا وژل شوي، تیر کال هم ددغو کسانو له خوا ورته پيښه شوې وه تورن کسان بندیان شوي وو او بیرته خوشې شوي.))

د کندوز والي غلام سخي بغلاني وايې چې په کندوز کې دوي غیرقانوني وسله والې ډلې لري ملګر دغه ډلې د دولت همکارې دي: (( دلته مونږ خپلي سري ټوپکدار لرو د طالبانو په ویستلو کې يې له دولت سره مرسته کړې او هغوي ددغو وسله والو لپاره تشکیل نه لري نو ځکه پاتي دي خو کله کله ترې خلک شکایت هم کوي.))

د طالبانو له سقوط وروسته وسله والې ډلې په ښارونو کې ګرځیدې چې بلاخره د پولیسو په چوکاټ کې تنظیم شول، اوس یو ځل بیا د جمهوري ریاست د دویم پړاو له انتخاباتو وروسته په ښار او کلیو کې د وسله والو کسانو ګرځیدل او پیدا کیدل د خلکو په ذهنونو کې تیر وختونه تازه کوي.

خو د کندوز والي وايې چې دوي به په ښار کې ګرځیدونکې ډلې بې وسلې کړي: (( ولایتي شورا او د جمهوري ریاست د کمپاین دفترونو ته وسله وال کسان ورکړل شوي دا هغه وسله وال دي چې په ښار کې ښکاري، خو دغه جوازونه ختم شوي او اوس څوک وسلې نه شي ګرځولی.))

په کندوز کې د غیرقانوني وسله والو ډلو موجودیت که یوې خوا د خلکو ژوند ته ګواښ دی له بله پلوه يې چارواکي دولت همکارې ډلې بولي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG