د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل په ختیځ کې د بم په چاودنه کې دوه تنه وژل شوي


ارشیف
ارشیف

پولیس وایي چې نن سهارپه کابل کې د بم په یوه چاودنه کې د ادارې چارو د ریاست دوه تنه وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.

په کابل کې پولیس وایي چې د نن سهار ۷:۳۰ بجې د کابل د پولیسو په دولسمه حوزه کې د سړک پر غاړه د ماین په یوه چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او پنځه تنه نور ټبيان شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي امریکا غږ ته وویل چې د سه شنبې د ورځې په ۷:۳۰ بجو د احمدشاه بابا په مینه کې د افغانستان د ادارې چارو د لوې ریاست د کارکونکو یو فلاینګ کوچ ډوله موټر مخې ته بم وچاودیده چې له امله یې د ادارې چارو د لوې ریاست دوه کارکونکي ووژل شول او پنځه تنه نور ټپیان شول.

ستانکزي وویل چې بم د سړک په غاړه دمخه ځای په ځای شوی وو: ؛ زمونږ د لومړنیو راپورونو پر بنسټ په دغه پیښه کې دوه تنه په شهادت رسیدلي او پنځه تنه نور ټپیان دي چې ټول وژل شوي او ټپیان د ادارې چارو د ریاست کارکونکي دي.؛

دا په تیرو ۴۸ ساعتونو کې د کابل په ښار کې د بم دریمه چاودنه ده.

تیره ورځ سهار۶:۳۰ د کابل د خیرخاني د لب جر په سیمه کې یوه چاودنه وشوه چې په کې چاته د سر زیان نه دی رسیدلی خو د کابل د کمپنۍ په سیمه کې په یوه چاودنه کې چې د روژه ماتي وخت ته نږدې د پولیسو یوې پوستې سره نږدې وشوه اوه تنه ټپیان شول چې د حشمت الله ستانکزي د وینا له مخې پنځه پولیس او دوه یې ملکي کسان وو.

د طالبانو ویاند په کابل کې رسنیو ته په استول شوي بیان کې ویلي چې په دغه برید کې دوی د ارګ مطبوعاتي ډله چې ذبیخ الله مجاهد پروپاکند کونکي ډله بللې په نښه کړی ده او درې تنه یې وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.

  • 16x9 Image

    بهارت صابر

    بهارت صابر له ٢٠١٠ کال راهیسې په کابل کې د امریکا غږ سره د خبریالې په حیث کار کوي. بهارت صابر د بي بي سي او په افغانستان کې د نورو تلویزوني، راډیويي او چاپي رسنیو سره هم د کار تجربه لري.
XS
SM
MD
LG