د لاس رسي وړ اتصالات

په ارګون کې په یوه چاودنه کې تر ۴٠ زیات کسان وژل شوي


ارشیف
ارشیف

د پکتيکا چارواکي وايي، چې نن لس نيمې بجې د دغه ولايت د ارګون ولسوالۍ په ښار ګوټي کې د موټر بم چاودنه شوې، لږ تر لږه څلویښت تنه یې وژلي او په لسګونو نور یې ټپیان کړي دي. ځین،و نورو سرچینو بیا د مړو شمېره تر پنځوسو جگه ښودلې.

د ارګون ولسوال محمد رضا خروټي امريکاغږ ته وويل، چې د موټر بم دغه چاودنه د ارګون د ښارګوټي په زړه کې د ملکيانو په ګڼه ګوڼه کې شوې ده.

هغه وويل، چې په دې چاودنه کې د يوه پوليس په ګډون زیات شمیر ملکيان وژل شوي او زيات نور ټپيان دي، چې مختلفو روغتونونو ته د درملنې لپاره انتقال شوي دي.

ښاغلي خروټي زياته کړه، چې د مړو او ټپيانو شمېر ښايي تر دې هم زيات وي، ځکه له ټولو روغتيايي مرکزونو څخه يې تر اوسه ټول جزئيات ندي راټول کړي.

هغه زياته کړه، چې په ټپيانو کې د ځينو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوی او ښايي د درملنې لپاره د مرکزښرنې روغتون او يا کابل ته انتقال شي.

په ارګون کې يو ځايي خبريال او د دې پېښې عيني شاهد شاه محمد امريکا غږ ته وويل، چې چاودنه ډېره قوي او کله چې د پېښې ځای ته ورغی، ډېر خلک د مرګ او په ټپي حالت کې ولېدل.

شاه محمد وويل، چې په دغه چاودنه کې تر پنځوسو زيات دوکانونه او دغه راز شاوخوا ۴۵ غټ او واړه موټر هم يا په بشپړ ډول سوځيدلي او يا هم تخريب شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د پېښې په ځای کې د نظامي کسانو او يا د بهرنيو ځواکونو د شتون کومه نښه نه لېدل کېده او نه هم تر اوسه دا معلومه ده، چې د چاودنې اصلي هدف څوک وو.

ځينې نور عيني شاهدان وايي، دغه چاودنه داسې ځای کې شوې، چې دلته نه هم د امنيتي ځواکونو کومه پوسته وه او نه هم دلته نږدې کومه حکومتي وداني شتون لري.

د پکتيکا امنيتي چارواکو په دې اړه تر اوسه خبريالانو ته کوم معلومات ندي ورکړي او نه هم د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه اخيستی دی.

د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزي د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې هغه چاودنه چې پکې یوشمېر ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې په سختو ټکو غندلې او هغه يې یو وحشیانه عمل بللې دی.

د ارګ نه په یو خپور ش،ی بیان کې د پکتیکا ولایت د امنیتي چارواکو د معلوماتو له مخې دغه چاودنه د ارګون ولسوالۍ په یوه مارکېت کې شوې، چې د ۶ ماشومانو او د ارګون د جامع جومات د امام په ګډون۴۱ ولسي وګړي پکې وژل شوي او ۶۷ تنه نور پکې ټپیان شوي دي.

جمهور رئيس حامد کرزي ویلي دي چې د روژې په میاشت کې د بې ګناه ولسي وګړو په نښه کول یو نا بښونکی عمل او د بې ګناه مسلمانانو وینه تويول، یو لوی جنایت دی.

بل طرف نن د خوست په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې د حکومت د وسله والو مخالفينو او افغان امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده.

چارواکو خبريالانو ته ويلي، چې په دې جګړه کې تر اوسه ۱۷ وسله وال طالبان، ۴ پوليس او يو ملکي وګړی وژل شوي دي. خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه ندي ويلي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG