د لاس رسي وړ اتصالات

کېري: ایران سره خبرو کې پرمختگ شوی دی


U.S. Secretary of State John Kerry speaking to the media after closed-door nuclear talks on Iran in Vienna, Austria, July 15, 2014.
U.S. Secretary of State John Kerry speaking to the media after closed-door nuclear talks on Iran in Vienna, Austria, July 15, 2014.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیری ویلي د ایران او د نړۍ سترو قدرتونو د گروپ شپږ هیوادونو د ایران د اتومي پروگرام په اړه روانو خبرو کې څه پرمختگ شوې دی. خو د ځینو مهمو مسایلو په باب لاهم ډیر رښتنې خلاگاني موجودې دی.

ښاغلي کېري د سه شنبي په ورځ د اتریش په مرکز ویانا کې د غونډی ورسته دا خبره وکړه. په ویانا کې دا خبری په دی هدف رواني دی چې د گروپ شپږ هیوادونه د ایران اتومي پروگرام دپاره یوه اوږد مهاله تړون ته سره ورسیږي او چې دا ډاډ ور کړل شي چې دا پروگرام سوله ایز دی.

هغه وویل دواړه اړخونو په ښه نیت کار سره کوی او کوشش کوی چې شنبې په ورځ غونډه دایره شي او دا ممکن هم دي .هغه وویل په دی کې هیڅ کوم شک نشته چې ایران د دی حق لری چې د سوله ایز ا تومي پروگرام ولری.

په منځیني ختیځ او یو شمیر نورو هیوادونو کې د روانو چارو په اړه د امریکا او ایران تر منځ اختلافات او د نظر همغږي دواړه شته دي. داسې ګمان شته چې امریکا او ایران په اسرایلو، غزې تړانګې او سوریې کې د خپلو ګټو لپاره د ځینو ډلو ملاتړ کوي خو په افغانستان او عراق کې بیا د ګډې همکارې خبرې هم کوي.

خو رپوټ وایي تر ټولو زیاته توجه په اوس وخت کې د ایران اتومي فعالیتونو ته کیږي.

XS
SM
MD
LG