د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنو کمیسیون به سبا د رایو تفتیش پيل کړي


د ټاکنو د کمیسیون ویاند نور محمد نور
د ټاکنو د کمیسیون ویاند نور محمد نور

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور خبریالانو ته وویل، د رائیو د بیا تفتیش عملیاتي پلان بشپړ شوی او سر له سبا به د رائیو تفتیش ددغه کمیسیون په مرکزي دفتر کې پيل شي.

د هغه په وینا د پلان په اساس سبا به له ولایتونونو نه د رائیو د صندوقونو لېږد هم پيل شي او د اسد د میاشتې تر دوهمې نېټې پورې به ټول صندوقونه پلازمینې کابل ته ورسیږي.

ښاغلي نور وویل، چې سبا به د ټاکنو د کمیسیون په مرکزي دفتر کې احتمالا د رایو تفتیش د کابل د رایو په بیا څېړنه پيل کړي، هغه وویل " مونږ سبا ته د کابل د رایو صندوقونه پرانیزو، د کابل ولایت لومړی دی چې رايې تفتیش کیږي، د کابل ۳۰۰۰ صندوقه کیږي چې د ټولو صندوقونو ۱۵ په سلو کې دي."

ښاغلي نور زیاته کړه چې د رایو د تفتیش لړۍ به سبا لږ ناوخته پیل کړي، خو په عادي ورځو کې به په دوو وختونو د سهار له اوو بجو د ماسپښین تر دولسو بجو او د ماسپښین له یوې بجې تر شپږو بجو دوام وکړي.

هغه وايي، د ټاکنو د رایو د بیا کتنې د پلان په اساس به سر له سبا شل زره صندوقه له ولایتونو د ایساف او افغان امنیتي ځواکونو په مټ کابل ته انتقال شي.

ښاغلي نور وویل " د رایو د صندوقونو د لېږد په وخت کې به د هر کاندید استازی هم موجود وي، مونږ امنیتي ځواکونو ته د کاندیدانو د استازو چې د صندوقونو څارنه به کوي سپارلی دی."

ښاغلي نور زیاته کړه چې، نن د دواړو کاندیدانو د هر یوه لس لس استازو ته د ټاکنو کمیسیون روزنه ورکوي، چې د رايو په ټول تفتیش کې عملا په هر حالت کې موجود واوسي، " هره ورځ به د ټاکنو د کمیسیون سل سل ټیمه د رایو په تفتیش کار کوي، د هر کاندید سل سل ناظرین به د رایو له تفتیش څارنه کوي."

هغه وايي، کورني، نړیوالو څارونکي، مدني بنسټونه، د کاندیدانو استازي، مشاهدین او رسنۍ به د رایو له تفتیش څارنه کوي.

ښاغلی نور وايي، د رایو د تفتیش لپاره ۱۶ مورده چک لست عیار شوی دی، ۱۱ موارده د کمیسیون ول او پنځه مورده ملګرو ملتونو یې وړاندیز کړی وو، چې دواړو کاندیدانو منلی دی.

هغه وايي، په درېیو اونیو کې یا په څلور ویشتو کاري ورځو کې به د ټاکنو کمیسیون د رایو تفتیش بشپړ کړي او وروستۍ پایلې به اعلان کړي.

ددې اونۍ په سر کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د ولسمشرۍ د دواړو نوماندانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ روغه وکړه چې د رائیو تفتیش پکې د موافقې یو اصل وو.

هغه مهال ویل شوي وو، چې د رایو تفتیش به په ۲۴ ساعتونو کې پیل کیږي، خو د ټاکنو د کمیسیون ځواب دا دی چې له هماغه وخته دغه کمیسیون د رایو د تفتیش په عملیاتي پلان کار کاوه چې تېره ورځ دا پلان بشپړ شوی او دواړو نوماندانو ته هم سپارل شوی دی.

XS
SM
MD
LG