د لاس رسي وړ اتصالات

د غزې له جنګ ځپلو کورنیو سره د افغان حکومت مرسته


ارشیف
ارشیف

افغان حکومت د فلسطین د غزې په تړانګه د اسرائیلو بریدونه غندلي او د غزې له جنګ ځپلو کورنیو سره د خواخوږۍ په هدف ۵۰۰ زره ډالره مرسته کوي.

نن د ارګ په ماڼۍ کې په یوه ځانګړې غونډې کې چې ولسمشر حامد کرزي یې مشري کوله، پرېکړه وشوه چې د غزې د جنګ ځپلو کورنیو سره به د افغان دولت له خپلې بودېجې پنځه سوه زره امریکايي ډالرو مرسته کوي.

پدغه ناسته کې د ولسمشر کرزي دواړو مرستیالانو، د بهرنیو چارو او ماليي وزیرانو هم برخه لرله.

له ارګ نه په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ولسمشر کرزي په مشرۍ دا ځانګړې غونډه له فلسطینانو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په هدف دایر شوې وه.

اسرائیلي ځواکونو له څو اوونیو راهېسې د فلسطین د غزې په تړانګه هوايي بمبارۍ پيل کړي چې له امله یې د وژل شوی شمېر سلګونو ته رسیږلې.

اسرائیل بیا دغه بریدونه د حماس له لورې د توغندیو د ویشتلو ځواب ګڼي.

د افغانستان په شمول په ځینو اسلامي هیوادونو کې د اسرائيلو ددغه بمباریو په وړاندې لاریونونه هم ترسره شوي دي.

په افغانستان کې هم په اجتماعي شبکو کې د اسرائیلو دا بریدونه په کلکه غندل شوي دي.

XS
SM
MD
LG