د لاس رسي وړ اتصالات

بارک اوباما: د کډوالو سره به تر خپلې وسې مرسته وکړو


د امریکا د کانگرس ټاکنې په روان ٢٠١۴ کال کې ترسره کیږي، خو داسي ښکاري چې دیموکرات کاندیدان هڅه کوي چې د ولسمشر اوباما څخه ځان لېرې وساتي.

د ښاغلي اوباما د محبوبیت کچه د څلویښت فیصده په خوا او شا کې ده او که همداسي دوام وکړي او کاندیدان هم ده ته ډیر نژدې وي، ددې امکان شته چې دیموکراتان په سنا کې خپل اکثریت وبایلي.

د امریکا غږ خبریال جیم میلون پخپل راپور کې لیکي چې په اریزونا ایالت کې د کډوالو ملاتړو او مخالفانو لاریونونه وکړل، یوه ډله د مرکزي امریکا کډوالو ته هرکلی وایي او بل لوری یې سخت مخالفت کوي.

ښاغلی اوباما وايي " هرچرته او هرډول چې زما وس ورسیږي، د قانون په چوکاټ کې به زه ددې کورنیو سره مرسته کوم، حتی که کانگرس هیڅ هم ونکړل، زه به له خپلو اختیاراتو کار واخلم. زه هڅه کوم چې ستاسي لپاره یو څه وکړم. "

ښاغلی اوباما د جمهوري غوښتونکو سناتورانو د هغو پلانونو پرواه نلري، چې ویلي دي که دی د خپل اجرائیوي واک څخه به کار واخلي، دوی به پرې قانوني دعوی پرې وکړي.

ولسمشر اوباما زیاتوی چې " تاسي یې اورئ، چې په دوی کې یو شمیر کسان وایي چې په ما به دعوی وکړي، واقعاً همداسي کول غواړي، په ما دعوی کوي چې زه خپل کار کوم. "

جمهوري غوښتونکي، ښاغلی اوباما په دې گرموي چې د امریکا جنوبي سرحدونه یې د کډوالو پر مخ نه دي بند کړي.

د کانگرس جمهوري غوښتونکی رئیس جان بینر وایي " دا ستونزه د همدې جمهوري رئیس په دوران کې جوړه شوي ده. د پنځه نیمو کالونو راهیسي ولسمشر دی. دی به څه وخت د یو شي مسولیت پر غاړه اخلي؟"

بلخوا په ښاغلي اوباما باندې د لبرال دیموکارتانو لخوا فشار دی، هغوی غواړي چې د د مرکزي امریکا دغه کډوال ومنل شي.

د کانگرس غړې لویس گاتیریز وایي " زه د ولسمشر د بودیجې د ملاتړ پلان لرم، خو باید دیته متوجه واوسو چې د ماشومانو په حقوقو معامله ونه شي."

د ولسمشر اوباما د محبوبیت د گراف راټیټیدل دیموکراتانو ته ښه خبر نه دی. سیاسي څیړونکی چارلي کوک وایي هر کله چې د یو ولسمشر د دورې په منځ کې د کانگرس ټاکنې په داسي حال کې وي، چې د ولسمشر د محبوبیت کچه تر پنځولس سلنه ټیټه وي، او د ناخوښی کچه یې پنځوس سلنه او یا تر پنځوس پورته وي، هغه گوند د ستونزې سره مخامخ کیږي.

څیړونکی جان فراتیر وایي، کیدای شي راتلونکی کال کې د استازو په مجلس او د سنا په مجلس، دواړو کې جمهوري غوښتونکي اکثریت شی.

هغه وايي " د اکثریت د ترلاسه کولو د پاره د جمهوري غوښتونکو شپږ چوکی په کار دي. ښه چانس لري، کیدای شي پنځوس پنځوس مساوي شي.

خو ښاغلی کوک وایي چې د اولسمشر اوباما د دویمې دورې ستونزې، نوی خبر نه دی، ځکه د تیرو ولسمشرانو هم دغه حال و.

ښاغلی اوباما نن سبا د کمپاین په موډ کې ښکاري، خو مالومه نه ده چې څومره دیموکراتان به دده د مرستې لیواله وي؟

XS
SM
MD
LG