د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل په هوايي ډګر د وسلوالو بریدونه پای ته ورسیدل


ارشیف
ارشیف

د کابل په هوايي ډګر بریدونه چې نن سهار له څلور نیمو بجو راهیسې پیل شوي وو، اوس د کورنیو چارو وزارت وایي چې دا بریدونه د پنځو بریدکوونکو په وژلو پای ته رسیدلي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي امریکا غږ ته وویل، جګړه پای ته رسیدلې او پنځه بریدکوونکي وژل شوي.

دمخه د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې په دغه برید کي څلورو بریدګرو برخه لرله.

دا بریدونه د سهار په څلور نیمې بجې پيل شول او شاوخوا نهه بجې پای ته ورسیدل.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، چې پدغو بریدونو کې نه افغان امنیتي ځواکونو او نه هم ملکي وګړو ته زیان رسیدلی دی.

امنیتي چارواکي دا هم وايي، چې پدغه برید کې د کابل په هوايي ډګر کې ولاړو الوتکو ته هم زیان ندی رسیدلی.

د وسله والو مخالفینو یوه ډله بریدکوونکي د قصبې په سیمه کې د عربي متحده امارتو د ښارګوټي له لورې د جوړېدونکو بلاکونو یوې ودانۍ ته چې کار پرې روان وو، ننوتي وو او له هغې ودانۍ یې د کابل په هوايي ډګر د سپکو او درنو وسلو ډزې کولې.

دا ودانۍ چې وسله والو بریدکوونکو ترې ډزې کولې د کابل هوايي ډګر شمال لور ته په یو نیم کیلومټرۍ کې پرته ده.

عیني شاهدان وايي، چې د برید په مهال د برید مهار کولو لپاره په سیمه کې د پولیسو د چټک غبرګون، د ملي اردو ځواکونه لیدل کیدل، هلیکوپټرې او ان د جیټ الوتکې هم په سیمه ګرځیدلې.

عیني شاهدان وايي، چې د برید په سر کې دوی د کابل هوايي ډګر سره نږدې لوګي او دود هم لیدلې دی چې له سیمې پورته کیده.

افغان امنیتي ځواکونه بیا وايي، بریدکوونکي د برید له پیل لږه شیبه وروسته د دوی له خوا محاصره شول، بریدکوونکي په وسلو سمبال وو او د ځانمرګو واسکټونه یې هم له ځان سره لرل.

وسله والو طالبانو ددغې برید مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په لیږلي بیان کې ویلي، چې دا بریدونه د دوی سرتیري کړي او ادعاء یې دا ده چې زیان یې هم اړولی دی.

دا په تیره یوه میاشت کې درېیم برید دی چې د کابل په هوايي ډګر کیږي، نږدې دوه اونۍ وړاندې په یوه برید کې په دغه هوایي ډګر کې ولاړ یوه هلیکوپټر ویجاړ شوی وو او دریو نورو ته به کې زیان رسیدلې وو .

XS
SM
MD
LG