د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهوري ریاست د ټاکنو د رائیو بیا تفتیش پيل شو


ارشیف
ارشیف

ټاکنو خپلواک کمیسیون نن اعلان وکړ، چې د جمهوري ریاست د دوهم پړاوو د ټاکنو د رایو بیا تفتیش یې رسما پيل کړ او په سر کې به د کابل ولایت د رایې تفتیش شي.

د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني د ټاکنو په کمیسیون کې خبریالانو ته وویل، د تفتیش پدې لومړۍ ورځ کې ۳۰ ټیمونه عملا په تفتیش کې څارنه کوي خو په پام کې وه چې باید سل ټیمونه همدا نن له تفتیش څارنه وکړي.

هغه وویل " دا چې د ملګرو ملتونو او نړیوال څارونکي ندي را رسېدلي نن یوازې ۳۰ ټیمه د ټاکنو د رایو له تفتیش نه څارنه کوي، کله چې دوی راورسیږي، نو هره ورځ به سل ټیمه د رایو له تفتیش څارنه کوي"

احمد یوسف نورستاني دا ډول وویل دغه کمیسیون به د رایو تفتیش په دوو وختونو کې د سهار له اوو بجو تر یوې بجې او له دوو بجو تر شپږو بجو پورې به هره ورځ دوام وکړي.

ښاغلي نورستاني وویل، ددغه کمیسیون ګودامونه تیار دی، هره ورځ چې له ولایتونو نه د رایو صندوقونه مرکز ته انتقالیږي دوی یې ځای په ځای کولی شي.

ښاغلي نورستاني دا هم وویل، چې د رایو تفتیش یا څېړنه به درې یا څلور اوونۍ وخت واخلي.

نوموړی وايي، چې د رایو له تفتیش وروسته به پایلې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته لېږل کیږي، کاندیدان به په ۲۴ ساعتونو کې شکایتونه درج کوي او د شکایتونو کمیسیون به په ۴۸ ساعتونو کې شکایتونه څېړي.

د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون مشر وویل، چې د ټاکنو نوی مهالوېش له دواړو کاندیدانو سره شریک شوی دی.

ښاغلي نورستاني له دواړو کاندیدانو وغوښتل چې د ژمنې په اساس د ټاکنو پایلې ومني.

د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون مشر او غړو نن د رایو د تفتیش د رسمي پیل پروسه رسنیو ته هم وښوده.

د رایو د تفتیش هوکړه دواړو نوماندانو د همدې اوونۍ په سر کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راغلی وو کړې وه.

XS
SM
MD
LG