د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله او احمدزی نن بیا د ټاکنو په مسلو خبرې کړي


اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله نن یو ځل بیاد ټاکنو راوروسته حالاتو په سر سره خبرې وکړې.

د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو انتخاباتي ټیمونه وایي دا خبرې نن د جمعې په ورځ د ښاغلي عبدالله په کور کې شوې دي او دواړو مشرانو ترمنځ د تیرې غونډې په تعقیب په اړونده مسلو خبرې شوې دي.

په پام کې وه چې دا کتنه د پنجشنبې په ورځ شوې وای خو د دواړو کاندیدانو د بوختیاو له امله دا کتنه د جمعې ورځې ته وځنډیدله.

د ښاغلي عبدالله د ټاکنیز ټیم ویاند سید آقا فاضل سنچارکي امریکا غږ ته وویل چې نننۍ خبرې په ډیره دوستانه فضا کې شوې او دواړو مشرانو په اړوندو مسلو په تفصیل خبرې کړې دي.

ښاغلي سنچارکي وویل "دواړو مشرانو د تخنیکي مسلو، سیاسي مسلو،او د لویو ملي مسلو په سر اوږدې خبرې لرلي چې په ډیره ښه او دوستانه فضا کې تر سره شوي".

هغه وویل دواړو مشرانو پریکړه وکړه چې په راتلونکې کې هم یو بل سره وویني.

د ښاغلي احمدزي او ښاغلي عبدالله ترمنځ په تیره غونده کې چې د ښاغلي احمدزي په کور کې ترسره شوي وه د ټاکنو پر مسایلو په ځانکړي ډول د رایو دپلټنو د بهیر په اړوند مسلو خبرې شوي وي چې د ملي یوالي د حکومت د جوړیدو مسله هم په کې شامله وه.

ددغو مشرانو ترمنځ دا ډول کتنې وروسته له هغې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په منځګړیتوب دواړو کاندیدانو د سل فیصده رایو د بیا شمیرلو پر سره موافقه وکړه پیل شوي دي.

دغو دواړو کاندیدانو تیره شپه په ارګ کې په یوه غونډه کې چې مشري یې جمهور رئیس کرزي کوله هم برخه اخیستی ده.

د ارګ نه په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي چې دا غونډه د افغانستان د اقتصادي وضیعت د څیړولو لپاره د جمهورحامد کرزي په مشرۍ جوره شوي وه.

په دغه بیان کې راغلي چې په دې غونډه کې د افغانستان پر عمومي اقتصادي وضعیت، د ملي عوایدو پر ښه کېدو، د ګمرکي نظام پر اغیزمنتیا او د قاچاق پر وړاندې پر مبارزې خبرې وشوې.

په دغه غونډه کې دغه راز پریکړه وشوه چې په راتلونکو ورځو کې هم د افغانستان د خلکو له استازو، مرسته کوونکو هیوادونو او هم د افغان پانګه والو او سوداګرو په ګډون ورته غونډې وشي.

ښاغلي احمدزی او ښاغلی عبدالله نن په داسې حال کې یو بل سره بیا کتلې چې نن هم د جمعې د ورځې د عمومي رخصتۍ سره سره د ټاکنو په کمیسیون کې د رایو د بیا پلټنو بهیر دوام لري.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نورمحمد نور خبریالانو ته وویل چې تیره ورځ ۳۲ صندوقونه بیا پلټل شوي وو، چې د ښاغلي نور په وینا پلټونکو کومه جدي ستونزه په کې نه وه موندلې.

XS
SM
MD
LG