د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر کرزي د ارگون ولسوالۍ د مصیب ځپلو سره ولیدل


ارشیف
ارشیف

د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزی نن له غرمې مخکې د پکتيکا ارګون ولسوالۍ ته سفر وکړ او د سه شنبې د ورځې د ځانمرگي برید د قربانيو د کورنيو غړو او قومي مشرانو ته يې په يوه غونډه کې خبرې وکړې.

د ارګون په پیښه کې، چې د موټر بم په وسيله ترسره شوې وه، تر څلوېښتو زيات ملکي وگړي ووژل شوي او ۶۷ نور ټپيان شوي دي.

ښاغلي کرزي د مصیبت ځپلو کورنيو له غړو سره په دغه ليدنه کې له هغوی سره د پوره مرستو ژمنه وکړه، چې په نږدې وخت کې به ورته ورسېږي.

ښاغلي کرزي وویل، " خبر یم چې ځینو کورنیو په دغه تروریستي پیښه کې څلور پینځه تنه له لاسه ورکړي دي د افغانستان حکومت به د خپل توان په اندازه د شهیدانو له کورنیو سره مرستې وکړي، جومات به درته بیا جوړکړو، د اورګون بازار به په نوې نقشه جوړ او د شهیدانو کورنیو ته به ځمکې ورکړو او د ټپیانو له کورنیو سره به هم لازمې مرستې وکړو."

ښاغلي کرزي په خپلو خبرو کې د افغانستان د ټولو ولایتونو په اوسیدونکو غږ وکړ لکه څنګه چې یې د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ له مصیبت ځپلو سره مرسته وکړه، همداسې دې د اورګون د تروریستي پیښې د قربانیانو له کورنیو سره هم مرستې ته را ودانګي.

له جمهور رئیس سره په دغه سفرکې د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا، د کورنیو چارو وزیر محمد عمرداوودزی، د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر امیرزي سنګین، د چارو د ادارې او د وزیرانو شورا د دارلانشا لوی رئیس ډاکتر صادق مدبر او د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر رئیس عبدالکریم خرم ملګرتیا کوله.

ځايي چارواکي وايي، چې په دغه بريد کې شاوخوا پنځوس دوکانونه هم له منځه تللي او دغه راز تر ۴۰ زيات موټر يا سوځيدلي او يا هم تخريب شوي، او خلکو ته زيات مالي تاوانونه اوښتي دي.

د ارګون د پېښې د قربانيانو د کورنيو له غړو سره د ښاغلي کرزي د ليدنې مراسم په دغه ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو په پخوانۍ پوځي اډه کې نيول شوي وو.

د پکتيکا اوسېدونکو له حامد کرزي څخه په دغه ليدنه کې دې ولايت ته د توجه زياتولو غوښتنه هم وکړه.

پرون د پنجشنبې په ورځ د جمهوري رياست د ساتونکو يوه ډله، چې ارګون ولسوالۍ ته د حامد کرزي د راتګ لپاره د امنيتي تدابيرو د نيولو لپاره راروانه وه، د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې د طالبانو له کمين سره مخ شو.

د طالبانو د کمين په دغه بريد کې د ښاغلي کرزي څلور ساتونکي ټپيان شول. همدارنګه د پکتیا امنيې قوماندان مل پاسوال زلمی اورياخېل وايي، چې په دې بريد کې د ملي اردو درې سرتېري ووژل شول او درې نور ټپيان هم شول.

همداشان تېره ورځ د جمهوري رياست يو تن کانديد اشرف غني احمدزی هم ارګون ته تللی و چې د پېښې د قربانيانو له خپلوانو سره يې له نږدې وکتل.

هغه د پکتيکا خلکو ته وويل، چې که د افغانستان ولسمشر وټاکل شي، نو دغه ولايت به له اوسني وضعيت څخه راوباسي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG