د لاس رسي وړ اتصالات

په لشکرګاه کې یو ځانمرګی برید شوی


ارشیف
ارشیف

د هلمند ولایت د پولیسو ویاند سمنوال عبدالاحد چوپان امریکا غږ ته وویل چې دا برید نن غرمه د۱۱:۳۰ بجو په شاوخوا کې د یو کرولا ډوله موټر پواسطه د لشکرګاه د ځنځیر په سیمه کې د ګرمسیر د ولسوالۍ د پولیسو په یو کاروان ترسره شو چې له امله یې دوه تنه وژل شول او ۱۵ تنه نور ټبيان شوي دي.

سمنوال چوپان وویل چې په وژل شوو کې یو پولیس او یو عام وګړی شامل دي او په ټپیانو کې پنځه عام وګړي او لس تنه نور د هلمند ولایت د ګرمسیر ولسوالۍ پولیس دي.

هغه وویل چې د پولیسو د موټرو کاروان د ګرمسیر ولسوالۍ ته په لاره وو چې د ځنځیر په سیمه کې پرې ځانمرګي بریدکونکي برید وکړه.

هغه وویل چي اکثره ټپیان د درملنې وروسته له روغتون څخه رخصت شوي دي خو درې تنو یې ژور ټپونه اخیستي.

سمنوال چوپان وویل چې دا پولیس د لشکرګاه د ښار نه د ګرمسیر ولسوالۍ ته په لاره وو چې ددغې پیښې ښکار شول.

تر اوسه چا ددې برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی .

بلي خواته افغان قواو د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو په ترځ کې د ۱۷ وسلوالو مخالفانو د وژلو ادعا کړې ده.

د کندهار د پوليسو ویاند ضیا دراني وايي چې دا پوځي عملیات تر تیرې شپې پورې روان وو.

د کندهار د میوند ولسوالۍ د کندهار هلمند او کندهار هرات په لویه لاره پرته ولسوالۍ ده چې په وروستیو اونیو کې په کې یوشمیر د ناامنۍ پیښې رامنځ ته شوي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG