د لاس رسي وړ اتصالات

د اماراتو هوایي شرکت کابل ته خپلې الوتنې زیاتوي


په کابل په هوایي ډګر کې چارواکي وایي چې په دغه هوایي ډګرد وروستیو اونیو د پرله پسې بریدونو سره سره د اماراتو هوایي شرکت پریکړه کړې چې سر له دې اونۍ کابل ته هره ورځ الوتنې ولري. په اوس وخت کې دا شرکت په اونۍ کې څلور الوتنې لري.

د کابل د هوایي ډګر رئیس محمد یعقوب رسولي امریکا غږ ته وویل چې تیره شپه ورته د متحده عربي اماراتو هوایي کرښې له خوا خبر ورکړل شوی چې دا شرکت به سر له نن نه کابل ته هره ورځ یوه الوتنه ولري.

ښاغلي رسولي وویل "په تیرو درې نیمو میاشتو کې اماراتو هوایي کرښې په اونۍ کې کابل ته څلور الوتنې درلودې تیره شپه مې ددغه شرکت نه ایمیل تر لاسه کړه چې سر له نن نه یې په اونۍ کې د اوو الوتنو غوښتنه کړې ده".

ښاغلي رسولي کابل هوایي ډګر ته د اماراتو په الوتنو کې زیاتوالی هغو اندیښنو ته یو ښه ځواب وګڼه چې په وروستیو کې د کابل په هوایي ډګر د وسلوالو مخالفانو د پرله پسې بریدونو له امله را پیدا شوې او ورسره د هندوستان یو خصوصي هوایي شرکت سپایس جت دغه هوایي ډګر ته خپلې الوتنې په موقتي توګه ځنډولي دي.

په تیرو څلورو اونیو کې مخالفو وسلوالو د کابل په هوایي ډګر درې ځلې بریدونه کړي چې له امله یې نږدې دوه اونۍ وړاندې د کابل د هوایي ډګر په پوځي برخه کې ولاړو دریو پوځي هلیکوپترو ته سخت زیان ورسیده .

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د کابل په هوایي ډګر د مخالفو وسلوالو بریدونه د پاکستان د کراچۍ په هوایي ډګر د وسلوالو د نږدې دوه میاشتو وړاندې بریدونو پورې تړلې ګڼي او ادعا کوي چې د پاکستان د استخباراتو اداره اې ایس اې د کابل په هوایي ډګر د بریدونو ترشا ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي تیره اونۍ خبریالانو ته وویل چې د کابل په هوایي ډګر وروستۍ برید د هغو پنځه ځانمرګو له خوا شوی وو چې په اردو ژبه یې خبرې کولې.

پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د کابل په هوایي ډګر وروستی برید په کلکه غندلی دی.

ښاغلی رسولي وایي چې ددغو بریدونو وروسته افغان امنیتي ځواکونوچارواکو د کابل د هوایي ډګر د سانتې لپاره یو لړ غونډې جوړې کړې چې په ترڅ کې یې د هوایي ډګر شاوخوا ته د اضافي امنیتي پوستو د ځای په ځای کولو پریکړه وشوه.

هغه وایي اوس د کابل هوایي ډګر شاوخواته د کوه صافي د غره تر لوړو څوکو نوي امنیتي پوستې ځای په ځای شوي چې ورسره په راتلونکې کې د کابل په هوایي ډګر د مخالفو وسلوالو د بریدونو احتمالات یې ډیر راکم کړي دي.

په اوس وخت کې د کابل هوایي ډګر ته د اماراتو د هوایي کرښې د الوتنو سربیره، د هندوستان د هوایي کرښې انډین ایرلین، ترکش ایرلین، د پاکستان پي آې اې، د هندوستان خصوصي شرکت سپایس جت او فلای دوبۍ الوتنې لري.

ددی سربیره ترکش ایرلین په اونۍ کې مزارشریف ته هم څلور الوتنې لري.

افغانستان ته د بهرنیو هوایي کرښو د الوتنو سربیره درې افغان هوایي شرکتونه هم هره ورځ او یا په اونۍ کې څو ځله متحده عربي اماراتو،بحرین، سعودي عربستان، مسکو، نوی ډیلۍ، دوشنبه،استنبول او چین ته الوتنې لري.

XS
SM
MD
LG