د لاس رسي وړ اتصالات

د امنیت شورا په غزې کې د سمدستي اوربند غوښتنه کوي


د پولیسو په وینا د غزې په جنوب کې د اسراییلو په هوایي بمبارد کې ویجاړه شوې ودانۍ
د پولیسو په وینا د غزې په جنوب کې د اسراییلو په هوایي بمبارد کې ویجاړه شوې ودانۍ

د اسراییل په لوې ښار کې د دوشنبې په ورځ د خطر زنگ ووهل شوې چې اوسیدونکي یې د غزه له خوا د توغول شوېو راکتونو نه ځان خوندي کړي.

په ورته وخت کې د فلسطینیانو روغتیایي چارواکي ویلي چې په تېرو دوو اونیو کې په غزې تړانګې د اسراییلو د بمباریوله امله د فلسطینیانو د مړیو شمیر له پنځه سویو اوښتی.

د اسراییل پوځ ویلي چې پوځیان یې نن دوشنبې ورسته له هغه د حماس د ډلې لږ تر لږه لس کس ووژل چې د دوو تونلونو له لارې اسراییل ته ننوتلي و.

د ملگرو ملتونو امنیت شورا د بیړنۍ غونډې ورسته پرون ناوخته یوه اعلامیه خپره کړه. په اعلامیې کې د ملکي خلکو د خوندي ساتلو په گډون د بشري وضعیت د ښه کیدو په هکله ټینگار شوی و.

د یکشنبې ورځ د اسرائیل او فلسطین تر مینځ وروستۍ شخړې کې تر ټولو خونړۍ ورځ وه چې پکښې ٦٥ فلسطینیان او دیارلس اسرائیلي عسکر وژل شوي دي. په اسراییلي عسکرو کې دو تنه د امریکا اتباع و.

په ملگروملتو کې د فلسطین سفیر ریاض منصور وویل هغه هیله درلوده چې د امنیت شورا به د فلسطین د خلکو په وړاندې تیری وغندي او د هغوي د عاجل حفاظت غوښتنه کوي " که چېرې اسراییل هغه ټول عناصر ومني چې د رئیس له خوا ولوستل شول او د امنیت شورا پرې موافقه وکړه او زمونږ د خلکو په وړاندې د تیري نه لاس واخلي، دا به د اسراییلو دپاره یوه ازموینه وي."

خو په ملگرو ملتو کې د اسراییلو سفیر رون پروسر د امنیت شورا غونډې ته وویل چې یوازنۍ لاره چې د اسراییلو پوځي عملیات ختم شي هغه د غزې نه د راکتونو د ویشتلو بندیدل دي.

د اسرائیل سفیر وویل"د دې مسلې انډولول ډیر ساده دي، که چېرې اسراییل بریدونه پریږدي غزه باید د راکتونو ورول پریږدي. نو دا به تر هغه دوام کوي چې حماس د اسراییل په ښارونو باندې چی ډېره گڼه گوڼه پکې وي، د زرگونو راکتونو له ویشتلو نه لاس واخلي."

په داسې حال کې چې پرون په غزه باندې د اسراییلو ځکمني عملیات روان وو د امریکا د بهرنیرو چارو وزیر جان کېري په ټولو امریکایي معتبرو تلویزونو کې حماس ته د دې پیغام سره ښکاره شو.

جان کېري د اې بي سي تلویزیون سره په مرکه کې وویل"حماس باید پر اسراییلو باندې د راکت ویشتلو نه لاس واخلي او اوربند ومني. حماس باید له نورو سره په گډه د حل دېوې برخې په توگه کار وکړي. "

ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري قاهرې ته سفر وکړي او د غزې په هکله مصري او نورو چارواکو سره خبرې وکړي. د ملگرو ملتو عمومي منشي بان کې مون هم د یکشنبې په ورځ په قطر کې د فلطسطیني ادارې د مشر محمود عباس سره د لیدلو په مهال د غزې په هکله خپله اندیښنه څرگنده کړه.

XS
SM
MD
LG