د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسمشرۍ د رائیو د پلټنې پروسه تر سبا وځنډیده


د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون ویاند نور محمد نور
د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون ویاند نور محمد نور

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور خبریالانو ته وویل چې د کاندیدانو د استازو ترمنځ د ناسم پوهاوي د له منځه وړلو په خاطر نن پدغه کمیسیون کې د ملګرو ملتونو، د ټاکنو د کمیسیون د تخنیکي ټیم، د دواړو کاندیدانو د تخنیکي ټیمونو، د کورنیو او نړیوالو څارونکو ترمنځ غونډه وشوه.

ښاغلي نور وویل " د لا ښه تنظیم د ایجاد په خاطر، د پروسې د ګړندي کولو په خاطر، ستونزو ته د پای ټکی اېښودل، او د کاندیدانو د استازو ترمنځ د ابهاماتو او ناوړه پوهاي د لرې کولو په خاطر نن د رایو پلټنه ولاړه ده، سبا به له سره پيل شي".

بل لورته په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما وايي، چې دوی د ټاکنو په کمیسیون کې نن یوه ناسته کړې ده او پدغه ناسته کې پدې بحث شوی چې څنګه د ټاکنو د رایو بهیر ګړندی شي، د کاندیدانو ترمنځ ناسم پوهای له منځه لاړ شي، د پروسې امنیت ښه خوندي شي، او پدې بهیر کې د غړو لپاره واضح اصول ایجاد شي.

د یوناما دفتر وايي، چې د ملګرو ملتونو د دفتر استازي، د ټاکنو د کمیسیون، د کاندیدانو د تخنیکي کمېټې غړي په نننۍ ناسته کې شامل ول.

د یوناما اعلامیه وایي چې د ټاکنو د کمیسیون غړي، د کاندیدانو وړ کاري ډله او د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام یو این ډي پي حقوقي او ټاکنیزو ګروپ به نن سره بله غونډه ولري او په ښه فضا کې به یو لړ کړنلارې جوړې کړي چې په اساس به یې سر له سبا د ټاکنو د رائیو پلټنه له سره په جدیت او چټکۍ پیل شي.

د ټاکنو د کمیسیون ویاند هم وویل، چې پدې ناسته کې دوی تمه لري دواړه کاندیدان داسې کړنلارې ته سره ورسیږي چې نور د پلټنې په تړاوو ابهامات پاتې نه شي.

ښاغلي نور وویل " مونږ تمه لرو چې دواړه محترم کاندیدان د چیک لست په تړاوو یوه واحد نظر ته سره ورسیږي، چې مونږ د هغې په اساس تصمیم ونیسو چې کومې رايې سیستم ته داخلې کړو او کومې باطلې شي".

بهرنی وګړی

تېره د ټاکنو په کمیسیون کې یو بهرنی وګړی په داسې حال کې ونیول شو چې د ټاکنو د رایو د پلټنې له ګودامونو نه یې تصویرونه اخېستل او بې له دې چې د فعالیت اجازه لیک یا کارت ولري دا کار یې کاوه.

خو د ټاکنو د کمیسیون ویاند وویل، چې دغه بهرنی وګړی یې نېولی او د لا زیاتو پلټنو لپاره یې د ملي امنیت ریاست ته سپارلی دی ترڅو معلومه شي چې ددغه بهرني وګړي هدف څه وو.

ښاغلي نور وویل " لومړنی معلومات دا ښيي، چې دا بهرنی وګړی پرته له دې چې کارت ولري کمیسیون ته داخل شوی، دده په ويناء نظارت یې کړی، عکسونه یې اخېستي دي، خو د فعالیت کارت یې نه درلود، مونږ ملي امنیت ته سپارلی، دا چې ولې داخل شوی، څنګه داخل شوی، چا په موټر کې راوستی دی، دا به ملي امنیت معلوموي بیا به یې تاسره معلومات شریک کړو".

هغه وویل، چې هیڅ بهرنی اتباع نه شي کولی یوه کاندید ته کار وکړي او دا کار د قانون په خلاف دی.

پلټنه

تېره ورځ په دواړو وختونو کې ۲۲۶ د رایو صندوقونو تفتیش شوي او تر دې دمه پورې ۱۰۳۷ د رایو صندوقونو تفتیش شوی دی.

XS
SM
MD
LG