د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ ورزش په ډگر کې د افغانستان یوه بله کامیابي


د افغانستان او د زمبابوې ټیمونو په شریکه جام ترلاسه کړو
د افغانستان او د زمبابوې ټیمونو په شریکه جام ترلاسه کړو
د افغانستان بریا د ټیم مورال نور هم لوړ کړیدی
د افغانستان بریا د ټیم مورال نور هم لوړ کړیدی

د افغانستان کرکټ ټیم د زمبابوې په بولاویو کرکټ میدان کې د یوې ورځې وقفې نه پس په دویم ځل هم کوربه ټیم زمبابوې ته خپله وړتیا وښوده او دا ځل ېې د توپ وهنې سره سره د توپ اچونې په ډگر کې هم د زمبابوې ټیم د ماتې سره مخ کړو.

د څلورو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې د افغانستان کرکټ ټیم نن پنجشنبې په څلورمه او وروستۍ لوبه کې اول توپ وهنه وکړه او د شفیق الله شفق ٥٦، سمیع الله شینواري ۴٠، ناصر جمال ٣٩ او گلبدین نایب د ٣١ منډو په مرسته ېې زمبابوې ته د ٢٥٩ منډو هدف کیښود، چې په اصطلاح دومره سخت نه بریښیده.

شفیق الله شفق د توپ وهنې سره سره غوره وکټ ساتنه هم وکړه.
شفیق الله شفق د توپ وهنې سره سره غوره وکټ ساتنه هم وکړه.

خو کله چې د زمبابوې ټیم توپ وهنه پیل کړه نو د پیل نه د مشکل سره مخ شو.

د افتاب عالم او کپتان نبی عیسي خیل د مهارت ډکې توپ اچونې د زمبابوې د سر لوبغاړي ډیر په کمو منډو وسوزول.

د میرویس اشرف، شرف الدین شرف او دولت ځدران تجربه هم چې ورسره مل شوه نو د دیرشو په معمولي منډو ېې شپږ د سر لوبغاړي وسوزیدل.

یو وخت داسې بریښیده چې زمبابوې باقي لوبغاړي به ډیر مقاومت ونه کړي او په سلو منډو به ټول ټیم وسوزوي. خو د زمبابوې لوبغاړي رچمنډ موتمپامي ٦۴ منډې وکړې او خپل ټیم ېې له ډیرې غټې ماتې نه وژغورو.

خو د شرف الدین شرف توپ اچونې د زمبابوې باقي لوبغاړي په میدان ودریدو ته پرینښودل او د دریو وکټو په اخیستو ېې د زمبابوې ټول ټیم په ١٥٩ منډو د میدانه ووست.

د افغانستان ملي ټیم په لومړي ځل د کرکټ د اولې درجې د یو ټیم کور ته سفر کړی او داسې حیرانونکی بریاوې ترلاسه کوي چې د کرکټ نړیوال څارونکي ېې حیران کړي دی.

په دې بري سره نه یوازې د افغانستان د کرکټ ټیم مورال لوړ شوی بلکې د نورو سترو ټیمونو سره د لوبو لار هم ورته خلاصه شوې.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG