د لاس رسي وړ اتصالات

د غور والي: وسلوالو ۱۴ ملکي کسان په دغه ولایت کې وژلي


ارشیف
ارشیف

د غور والي سید انور علا رحمتي وایي وسلوالو کسانو په دغه ولایت کې ۱۴ ملکي کسان چې درې ښځې هم په کې شاملې دي وژلي دي، او د هغه په وینا دا پیښه تیره شپه ۱۲ بجې د غور ولایت له مرکز چغچران نه ۲۵ کيلومتره لرې د چغچران په لویه لاره د 'بادګاه' په سيمه کې شوې ده.

ښاغلي رحمتي د جمعې په ورځ په چغچران کې یو خبرې کنفرانس ته په وینا کې وویل چې وسلوالو تیره شپه دوه مساپر وړونکي فلاينګوچ موټر چې یو له چغچران نه د کابل پر لوري او بل کابل نه فیروزکوه په لور روان وو، درولي او خلک يې ترې ښکته کړې او بیا په ډزو وژلي دي.

د رپوټونو له مخې چې په وژل شويو کسانو کې يوه ناوې، د هغې خور، مور او زوم هم شامل دي.

والي رحمتي ویلي چې په دغو دوو فلاينګوچونو کې ۳۰ تنو سفر کوه چې ۱۶ تنه د پیښې له ځای په تیښته بریالې شوي دي.

که څه هم د دغو وژنو اصلي انګېزه لا نه ده څرګنده، خو د غور والي سید انور علا رحمتي د برید مسولیت په طالبانو اچولې او ویلي دي چې پر مساپرو ددغه برید عاملين ځايي طالبان دي.

خو طالبانو تر اوسه د غور د والي د دغې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG