د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار د امنیه قومندان جنرال رزاق په کور برید شوی


ارشیف

ارشیف

د کندهار امنیه قومندانۍ ویاند ضياء دراني امریکا غږ ته ویلي، چې وسله والو مخالفینو نن یکشنبه سهار وختي د کندهار په سپین بولدک کې ددغه ولایت د امنیه قومندان جنرال عبدالرزاق په کور شپږو وسله والو ډله برید وکړ، او دغه برید د سهار په اته نیمو بجو د بریدګرو په وژنه پای ته ورسېد.

ښاغلي دراني وویل، چې پدغه برید کې شپږ بریدکوونکي وژل شوي دي، ددې ترڅنګ د سرحدي پولیسو یو سرتیری هم وژل شوی دی، د یوه ماشوم په ګډون درې نور هم ټپي شوي دي.

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرزاق اصلا د سپین بولدک اوسېدونکی دی او په سپین بولدک یې کورنۍ میشته ده.

د کندهار د والي ویاند دواخان مینه پال بیا امریکا غږ ته ویلي، چې بریدکوونکو د جنرال عبدالرزاق د کور ترڅنګ په یوه ښوونځي کې کمین نیولی وو.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال محمد ایوب سالنګي په خپل ټویټر کې لیکلي چې پدغه برید کې د جنرال عبدالرزاق یو ساتونکی هم وژل شوی دی.

وسله والو طالبانو ددغه برید مسؤلیت اخېستی دی او ددې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی دا برید د قومندان عبدالرزاق په میلمستون او عسکري قطعې کړی دی.

د طالبانو ویاند ویلي، چې دا برید د دوی د خیبر د عملیاتو برخه ده.

په کندهار کې د امریکا غږ خبریال وايي، چې نن دوهمه ورځ ده چې پدغه ولایت کې ډله ایز بریدونه کیږي.

تیره ورځ په لسکونو مخالفو وسلوالو د کندهار د ریګستان په سرحدي ولسوالۍ برید کړي وو چې له امله یې ددغې ولسوالې امنیه قوماندان او د هغه پنځه ساتونکي وژل شوي وو .

د کندهار د ولایت د امنیتي چارواکو د ادعا له مخې شل وسلوال هم په دغه جګړه کې کې وژل شوي وو.

طالبانو د کندهار ولایت د امنیتي چارواکو ددې ادعا په باب څه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG