د لاس رسي وړ اتصالات

د کرزي د تره زوی په ځانمرګي برید کې وژل شوی


حشمت خلیل کرزی
حشمت خلیل کرزی

جمهور رئیس کرزي پر حشمت کرزي نننۍ ځانمرګی برید په کلکو ټکو غندلې اوویلي دي چې لکه نورافغانان چې هره ورځ په هیواد کې په تروریستي بریدونو کې وژل کیږي دده کورنۍ هم له دغه مصیبت څخه مستثنی نه ده او کورنۍ دغه قرباني مني.

د کندهار په ولایت کې چارواکي وایي چې نن سه شنبه څه باندې۱۰ بجې حشمت خلیل کرزی د کرز په کلې په خپل ميلمستون کې وو چي برید کونکی د کوچني اخترد مبارکۍ د روغبړ پر وخت په خپله لونگۍ کې ځای په ځای کړی چاودیدنکي توکې وچول چې له امله یې حشمت خلیل کرزی ووژل شو او یو بل ملکي کس ټپي شو .

د کندهار د والي ویاند دواخان مینه پال امریکاغږ ته وویل چي امنیتي ادارې تحقیقات کوي چې څنګه بریدګر وتوانید چې له څو امنیتي تلاشیو تیر شي.

امنیتي مقامات وايي چې حشمت خلیل کرزی له تیرو ۴ میاشتو راهیسې تر امنیتي تهدید لاندې وو او استخباراتي ادارو ورته لار ښوونه کړې وه چې د خپل امنیت په اړه پاملرنه زیاته کړي.

امنیتي چارواکي وایي چې پر حشمت خلیل کرزي ځانمرګی برید کونکی ۱۶ کلن ځوان وو، او چاودېدونکي توکي يې په خپله خولۍ کې ځای پر ځای کړی وو .

په کندهار کې قومي مشران وایي چې حشمت کرزی، د جمهور رئیس کرزي د کشر ورور احمدولي خان کرزي تر مرګ وروسته په جنوبي ولایتونو کې د یو بانفوذه ولسي مشر په توګه را څرګند شوي وو .

دا شمیر مشران دا ګڼي چې په تیر یو کال کې د حشمت خلیل کرزي د هڅو په لړ کې په جنوبي ولایتونو کې د قومي مشرانو ترمنځ همږغی ډیره شوي وه.

د امریکا غږ خبریال وایي چې حشمت خلیل کرزي د جمهور رئیس کرزي د کورنۍ د نورو غړو په خلاف د ژوند تر پایه په ښار کې د ژوند د تیرولو پر ځای په خپل پلرني کلي ( کرز ) کې ژوند کاوه او هره ورځ به یې په خپل کور کې د سل ګونو میلمنو کوربه وو .

هغه په جنوبي ولایاتو کې د اشرف غني احمدزي د ټاکنیز دفتر مشر او د ټاکنو د کمیسیون له لوري د ولایتي شوراګانو د لومړنیو پایلو په اعلان کې د کندهار ولایتي شورا ته د نورو ټولو کاندیدانو نه د زیاتو رایو په تر لاسه کولو د بریالو کاندیدانو د نومونو په سر کې ځای درلود.

تراوسه چا په نوموړي باندې د برید مسولیت په غاړه نه دې اخیستی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG