د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ په میدان کې د افغانستان یوه بله بریا


د افغانستان د کرکټ لوبغاړي خپله بریا نمانځي
د افغانستان د کرکټ لوبغاړي خپله بریا نمانځي

د افغانستان کرکټ د ملي ټیم او د زمبابوې د ملي ټیم ترمنځ د څلورو یو ورځنیو لوبو په پای کې چې کله افغانستان د زمبابوې سره سیالۍ په دوه لوبو گټلو مساوي پای ته ورسولې، نو د کرکټ نړیوال څارونکي او مبصرین حیران شول چې افغانستان غوندې نوي او دویمې درجې ټیم د زمبابوې په شان تکړه او د نړیوالې شورا د اولې درجې ټیم ته دوه لوبو کې ماتې ورکړه .

خو د هغې نه پس چې د افغانستان الف لوبډله زمبابوې ته لاړه نو دا توقع نه کیده چې دوي به هم کوربه هیواد داسې د ماتې سره مخ کړي، لکه نن ېې چې بری ترلاسه کړ.

د افغانستان د کرکټ الف ټیم نن په لومړۍ څلور ورځنۍ سیالۍ کې د زمبابوی الف ټیم ته د یوې سختې مقابلې نه پس په ۳۵ منډو ماتې ورکړه.

دا سیالي چې د زمبابوې په هرارې لوبغالي کې وشوه، د دوړاو هیوادونو ترمنځ یوه غیر رسمی لوبه وه.

د لوبې د اولې ورځې نه تر پایه پورې د جریان په اساس د افغانستان الف ټیم پخپل لومړي نوبت یا اننگ کې فقط ۱۰۵ منډې وکړې چې ډیرې کمې وې. خو د افغان توپ اچوونکو د ښې توپ اچونې په برکت د زمبابوی ټېم د ١٦٥ نه زیاتې منډې جوړې نه شوای کړای.

په دغه توپ اچونه کې د افغانستان له لخوا ځوان لوبغاړو فرید ملک او یامین احمدزي د زمبابوي پنځه پنځه لوبغاړي وسوځول.

خو بیا چې کله افغانستان خپل دویم نوبت کوه. نو د چپ لاس تکړه توپ وهونکي نجیب ځدران ٩٨ منډو او د نجیب ترکي ٥١ منډو د افغانستان منډې ٣٢١ ته ورسولې او دې سره ېې زمبابوې ته د٢٦٢ منډو هدف ورکړو.

میرویس اشرف یو ځل بیا افغانستان دپاره ډیره ښه وځلیده
میرویس اشرف یو ځل بیا افغانستان دپاره ډیره ښه وځلیده

خو په دویم نوبت کې چې کله زمبابوې توپ وهنه کوله نو مقابل لوري هم ښه توپ وهنه وکړه او د څلورمې ورځې په پیل کې ورته فقط ٥۴ منډې پاتې وې او څلور لوبغاړي. خو د افغانستان د مشهور او ځلیدلي لوبغاړي میرویس اشرف ښکلې توپ اچونې زمبابوې د هدف ٣٥ منډې مخکې وسوزه، میرویس اشرف شپږ لوبغاړي وسوزول او په دې سره ېې ټیم ته ستره بریا وگټله.

افغانستان د کرکټ الف لوبډله به زمبابوې سره د اگست د دویمې نه دوه څلور ورځنۍ سیالۍ کې هم مخامخ کیږي. افغانستان دې سیالیو کې د صفر په مقابل کې په یو بري مخکې دی.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG