د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنو د دوهم پړاو رائیو پلټنه به د شنبې په ورځ پيل شي


ادعای تازه کمیسیون انتخابات افغانستان در مورد تقلب در انتخابات

ادعای تازه کمیسیون انتخابات افغانستان در مورد تقلب در انتخابات

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نورمحمد نور وايي، د ولسمشرۍ د ټاکنو د رائیو پلټنه به د شنبې په ورځ پيل شي او په راتلوونکو دوو ورځو کې به د تفتیش په ځای د بهیر په باب روزنه ورکړل شي.

ښاغلي نور له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، د ټاکنو د کمیسیون په نننۍ ناسته کې او دا ډول د ملګرو ملتونو له استازو سره په خبرو کې پدې بحث شوی چې سبا د پنجشنبې په ورځ به د رائیو د تفتیش په تړاو د ټاکنو د کمیسیون کارکوونکو، د کاندیدانو استازو او نړیوالو مشاهدینو ته روزنه ورکړل شي.

ښاغلي نور وویل " د کمیسیون په نننی جلسه کې پدې بحث شوی چې سبا به کارکوونکو، د کاندیدانو استازو او مشاهدینو ته اموزش ورکړل شي او د رایو تفتیش به د شنبې په ورځ پیل شي".

د امریکا غږ ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا لا هم د دواړو کاندیدانو ترمنځ د رائیو د تفتیش په کړنلارې هوکړه نده شوې او دا ددې لامل شوي، چې د رایو په تفتیش کې لوی ځنډ رامنځته شي، ښاغلي نور وویل، چې زیات جزئیات نه شي ورکولی ولې کمیسیون به سبا ډېرو پوښتنو ته ځواب ووايي.

د ټاکنو د کمیسیون ویاند دا ډول وویل، چې د کړنلارې په سر یو لړ پرمختګونه شوي دي.

د رائیو د پلټنې په سر د واحدې کړنلارې نه شتون چې دواړه نوماندان پرې سلا وي، د اختلاف اصلی ټکی دی چې د رایو د تفتیش پروسه یې هم وار په وار له ځنډ سره مخ کړې ده.

د ولسمشرۍ د نوماند عبدالله عبدالله یو ویاند سید اقا فاضل سانچارکي امریکا غږ ته وویل، دغه ټیم د ملګرو ملتونو هغه وړاندیز چې د ټاکنو کمیسیون ته سپارلی هم د دوی غوښتنو ته پکې په بشپړه توګه ځای ندی ورکړل شوی او دغه ټیم د ملګرو ملتونو په وړاندیز هم ملاحظه لري.

ښاغلي سانچارکي وویل، تر هغو چې د رائیو د بطلان په سر واحدې کړنلارې ته سره نه وي رسیدلي د رایو بیا تفتیش معنی نه ورکوي، هغه وویل دم ګړۍ له ملګرو ملتونو سره په خبرو اخته ترڅو د دوی بشپړې غوښتنې ومنل شي.

خو د اشرف غني احمدزي ټاکنیز ټیم بیا وايي، چې دوی ملګرو ملتونو وړاندیز منلی دی، ددې ټیم غړي داود سلطانزوی ویلي، چې د ملګرو ملتونو په وړاندیز په میاشتو کار شوی او دوی منلی او نه شي کولی هره ورځ نوي وړاندیزونه واوري او ومني.

د ټاکنو څارونکي وايي، که د اختلاف داسې لړۍ دوام وکړي نو د رایو تفتیش به ډېر وخت ونیسي.

XS
SM
MD
LG