د لاس رسي وړ اتصالات

کانګریس: افغان ژباړونکو ته دې ویزې زیاتې شي


د امریکا د کانګریس یو شمیر غړي هلي ځلې کوي، هغو افغانانو ته امریکا ته د راتګ ویزې زیاتې کړي چې د امریکایي ځواکونو سره یې د ژباړونکو په صفت کار کار کړیدی.

د امریکا د مشرانو د جرګي غړیو جین شهین او جان مکین د جولای د میاشتې په شلمې نیټې په یوې تازه لایحې کې د کانګریس نه غوښتي دي چې د همدې کال تر پایه دې امریکا ته د راتګ زر ویزې هغو افغانانوته ورکړل شي چې په افغانستان کې یې د امریکایي ځواکونو سره د ژباړونکو او یا پدې پوځي ماموریت کې همکاري کړیده.

دا لایحه د جولای د میاشتې په دیرشمې نیټې د امریکا د کانگرس د استازو د مجلس لخوا منظور شوه او د منظورۍ لپاره سنا ته واستول شو.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې میرمن هیدر هیګن افغان ژباړونکو ته د ځانګړې ویزې په اړه د بهرنیو چارو د وزارت په بلاګ کې په یوې ځانګړې مقالې کې لیکلي دي " هیله لرم چې کانګریس به دا لایحه ژر تر ژره منظوره کړي، تر څو هغه افغانان چې ژوند یې په خطر کې دی، امریکا ته راشي او ژوند یې خوندي شي."

میرمن هیګن د آشنا تلویزیون سره په یوې ځانګړې مرکې کې وویل " کله چې دا لایحه په کانګریس کې منظوره شي، د بهرنیو چارو وزارت به هم د هغو افغانانو د ویزې کار چټک کړي، چې د ویزو اخیستلو ته انتظار باسي."

د لایحې تمدید او د ویزې امتیازات

د روان میلادي کال د مې په میاشت کې کانګریس ته یوه لایحه سپارل شوې وه چې په هغې کې غوښتل شوي وو د ٢٠١٥ کال تر پایه پورې دې دریو زرو ژباړونکو، د امریکایي ادارو مامورینو او یا هغو افغانانو ته د مهاجرت ځانګړې ویزې (SIV) ورکړل شي چې د امریکایي مطبوعاتو لپاره یې کار کړیدی. کانګریس تر اوسه دا لایحه نده منظوره کړې.

د کانګریس د دیموکرات ګوند یو غړی، ښاغلی ارل بلوم ناور وایي " امریکا ته د مهاجرت د ځانګړیو ویزو د پروګرام لپاره همدا اوس ٦۴٠٠ غوښتنلیکونه را رسیدلي دي خو د امریکا په حکومتي ادارو کې د پروسې د پیچلتیا په خاطر هره میاشت یوازې ۴ سوه غوښتنلیکونو باندې کار کیږي. "

بلوم ناور وایي " امریکا دیته ژمنه ده چې د هغو کسانو ژوند به خوندي کوي چې په افغانستان کې یې د امریکایي ځواکونو سره په جګړې کې همکاري کړیده."

ښاغلي ناور وویل " د حکومتي مامورینو ژوند هم خوندی ندی، نو په همدې خاطر پریکړه شوې چې دغه کسان د طالبانو د بریدونو نه وژغورل شي او یو مصؤن ځای ته دې انتقال شي. "

هغه کسان چې د مهاجرت د ځانګړیو ویزو له لارې امریکا ته راځي، د لنډې مودې لپاره ورته د اوسیدو او خوراکي مواد د اخیستو په خاطر پیسې ورکول کیږي خو خلک شکایت کوي چې دا مرستې ورسره د لنډې مودې لپاره کیږي او کله چې مرستې خلاصې شي، هغوي د زیاتو ستونزو سره لاس او ګریوان کیږي چې یوه یې هم د کار موندنې مسله ده.

خو ښاغلی ناور وایي " ددې ستونزې د حل لپاره جدي هلې ځلې روانې دي، زه خبر یم چې حتی یو شمیر امریکایي عسکرو هم د افغان ژباړنکو سره مرستې کړیدي. "

XS
SM
MD
LG