د لاس رسي وړ اتصالات

په پېښور کې د افغانستان یوه تاریخي ودانۍ ړنګیږي


په قصه خوانۍ کې ډېر پخواني کورونه او ودانۍ جوړ دي چې دغې سیمه ته یې یو بیل خو افسانوي او تاریخي رنګ ورکړی دی.
په قصه خوانۍ کې ډېر پخواني کورونه او ودانۍ جوړ دي چې دغې سیمه ته یې یو بیل خو افسانوي او تاریخي رنګ ورکړی دی.

افغان بلډنګ د پېښور په مشهورې سیمې قصه خوانۍ کې د شهیدانو څلي ته څېرمه ولاړ دی.

دغه ودانۍ شاوخوا یوه پېړۍ وړاندې د انګریزانو پر مهال جوړه شوې او د افغانستان د قونسلګرۍ ملکیت دی چې اوس ترې کومه پام وړ ګټه نه اخیستل کیږي.

په افغان بلډنګ په تېرو لسیزو کې د افغانستان د کونسلګرۍ د سوداګرۍ برخه فعاله وه.

په قصه خوانۍ کې ډېر پخواني کورونه او ودانۍ جوړې دي چې دغې سیمې ته یې یو بیل خو افسانوي او تاریخي رنګ ورکړیدی.

اوس افغان حکومت غواړي چې دغه تاریخي ودانۍ ړنګه او له سره یې ورغوي، په خیبر پښتونخوا کې افغان کونسل سید محمد ابراهیم خیل امریکا غږ ته د ودانۍ د ړنګولو علتونه په ګوته کړل.

« په دې وروستیو کې په قصه خوانۍ کې ډېرې چاودنې او ځانمرګي بریدونه وشول چې، په دغې ودانۍ کې یې هم درزونه پیدا کړل، د دغې ودانۍ شاوخوا کورونه دي، موږ اندېښنه لرو چې کومه ورځ دغه ودانۍ ونه غورځي او خلک لاندې کړي. بله خبره دا ده چې د افغان بلډنګ شاوخوا نوې ودانۍ جوړې شوې او د دغو ودانیو ځینې برخې په افغان بلډنګ کې داخلې شوي دي، دا د جمهوري ریاست حکم دی چې افغان بلډنګ دې ړنګ او په عصري بڼه دې له سره جوړشي.»

ښاغلي ابراهیم خیل وویل په راتلونکو څو ورځو کې به له کابله یو پلاوی پېښور ته ورځي چې د افغان بلډنګ د ړنګولو پر دقیق تاریخ خبرې وکړي.

خو لیکواله او څېړونکې صفیه حلیم وايي که دغه ودانۍ ړنګه شي، د افغانستان د معاصر تاریخ یوه مهمه برخه به ورکه شي.

«افغان بلډنګ د جوړښت له پلوه یو تاریخي اهمیت لري او ډېر پوخ جوړ شوی دی، په قصه خوانۍ بازار کې د نورو پخوانیو بلډنګونو په پرتله افغان بلډنګ ډېر مضبوط دی او سمینټ په کې کارول شوي دي، که دغه ودانۍ ړنګیږي نو ورسره به د افغانستان یوه تاریخي نښه هم ورکه شي. »

اغلې حلیم په خپلې یوې لیکنې کې د دغې ودانۍ پر ژغورلو او په خپلې اصلي بڼې پر ساتلو ټېنګار کړی دی.

خو کونسل ابراهیم خیل وايي سره له دې چې دغه ودانۍ لسګونه کلونه لرغونتوب لري، خو تاریخي ارزښت یې هومره نه دی چې، باید دې په خپلې اصلي بڼه وساتل شي.

« تاریخي ځای خو دی، شاوخوا اتیا کاله عمر لري، خو کوم تاریخي اثار او یا کوم تاریخي خونه په کې نشته چې موږ دې ورته پام وکړو او خوندي یې وساتو.»

خو هغه خلک چې افغان بلډنګ یې له نژدې لیدلی، وايي د دغې ودانۍ د غورځېدو هېڅ لپاره هېڅ دلیل نه پېدا کیږي،صفیه حلیم شک لري چې ممکن دغه ودانۍ د کوم سوداګریز هدف لپاره ونړول شي.

« زه نه پوهیږم چې د دغې ودانۍ د ړنګولو فیصله چا کړې ده ولې یې کړې ده؟ د ړنګولو پر ځای دې باید ورغول شي او ترمیم دې شي.که په دغې ودانۍ کې هر ډول مواد کارول شوي وي اوس هم پېدا کیږي،زما پوره باور دی چې د دې بلډنګ په دننه کې به داسې تالار او خونې وي چې ښکلې نقاشۍ او رنګونه په کې وي او پخواني لرګي په کې لګول شوي وي، دا ډول ځایونه دې باید د یو موزیم او تاریخي اثر په توګه دې وساتل شي، نه دا چې ړنګه دې کړل شي. »

لرغوني او تاریخي اثار او ودانۍ د یو هېواد د تېر برم ژوندی داستان بلل کیږي.

د تېرو لسیزو په جګړو کې د افغانستان ډېرې لرغونې سیمې په ناقانونه ډول ځینو زورواکانو او خلکولاندې کړې او کېندلي دي، د دې ترڅنګ ډېر افغان لرغونتوکي هم په ناقانونه ډول بهر ته قاچاق شوي او وړل شوي دي چې ورسره د افغانستان د تاریخ مهمې برخې ورکې شوي دي.

خو دا لومړی ځل دی چې افغان حکومت په خپله خوښه د یوې تاریخي سیمې د ړنګولو پرېکړه کوي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG