د لاس رسي وړ اتصالات

د غره ښويېدو د خوست ګردېز لویه لاره بنده کړي


ارشیف
ارشیف

د خوست ګردېز لاره د سټو کنډو په کوتل کې د باران له امله د غره د ښويېدو په نتيجه کې بنده شوې ده.

عيني شاهدانو امريکاغږ ته وويل، چې غر ښويېدنه د سټو کنډو په دويم کوتل کې رامنځته شوې، چې تر دوه سوه متره زيات اوږد سړک تر دوه مترو پورې پنډې خاورې، شګو او غټو کاڼو لاندې کړی دی.

له ګردېز څخه خوست ولايت ته تلونکي يو کس احسان الله امريکاغږ ته وويل، چې د غره د ښويېدو له امله شاوخوا يو نيم زر سپرلۍ وړونکي او باروړونکي موټر دواړو غاړو ته بند پاتې دي.

هغه زياته کړه، چې له يوې خوا هوا ډېره ګرمه ده او له بلې خوا اوبه او خواړه نشته، چې له امله يې ښځې ماشومان، سپين ږيري او ځينې عاجل ناروغان له ستونزو سره مخ شوي دي.

احسان الله همدارنګه وويل، چې تر اوسه د لارې د خلاصېدو په اړه هيڅ مسوول کس دغه ځای ته ندی ورغلی او نه يې د لارې د خلاصولو لپاره کوم وسايط ورلېږلي.

سپرلۍ وايي، چې که د لارې د پرانستلو په اړه چارواکي جدي اقدامات ونه کړي، نو ممکن ښځې، ماشومان او ناروغانو له لا زياتو ستونزو سره مخ شي.

محمد انور د خوست ولايت يو تن اوسېدونکی دی، چې دی هم د لارې د بندېدو له امله کابل ته له تګ څخه ايسار او بند پاتې دی.

هغه امريکاغږ ته وويل، چې يوازې ډېر کم شمېر خلک د سټو کنډو په بيخ کې په ډېرو ستونزو سره د سړک بلې غاړې ته ځان رسوي، خو نوموړي دغه کار خطرناک وباله.

د پکتيا د والي مرستيال عبدالولي سهي امريکا غږ ته وويل، چې د ولايت د سکتور رئيس بهايي جان په مشرۍ يې يو شمېر مامورين، کارګران او وسايط سيمې ته لېږلي دي.

هغه زياته کړه، دوی هڅه کوي، چې نن د وړو موټرو پر مخ دغه لار پرانيزي، خو وايي، چې د ټولو ترافيکو پرمخ د لارې پرانستل وخت غواړي، ځکه زياته غر ښويېدنه شوې ده.

د يو بل خبر له مخې د پکتيا- لوګر پر لاره د تېرې په کنډو کې د يوه سرف موټر د اوښتو له امله يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پکتيا د ولايتي ملکي روغتون موظف ډاکټران وايي، چې له دې پېښې وروسته دوی ته څلور مړي او پنځه ټپيان وروړل شوي دي. ډاکټران د ټپيانو روغتيايي حالت ښه بولي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG