د لاس رسي وړ اتصالات

د رائیو نننی تفتیش د عبدالله عبدلله په غوښتنه ځنډیدلی


د ټاکنو په کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني او د یوناما مشر یان کوبیش

د ټاکنو په کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني او د یوناما مشر یان کوبیش

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني او د یوناما مشر یان کوبیش په ګډه خبریالانو ته وویل چې د رائیو د تفتیش د ۲۴ ساعتونو ځنډ د ملګرو ملتونو څخه د عبدالله عبدالله په غوښتنه شوی چې له مخې یې یوناما د ټاکنو له کمیسیون غوښتي چې د رائیو تفتیش وځنډوي.

ښاغلي کوبیش وویل " تېره شپه مونږ ملګرو ملتونو او زمونږ تخنیکي متخصصیننو نه جناب داکتر عبدالله عبدالله غوښتنه وکړه، چې نن شنبه دې د رایو تفتیش نه پيل کیږي، ترڅو سلا مشورې وکړي او زمونږ د وړاندیز په تړاوو زیات وضاحت ترلاسه کړي، ما د ټاکنو د کمیسیون له مشر نه وغوښتل چې د داکتر عبدالله عبدالله دې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي".

هغه وویل، چې اوس د ټاکنو د تفتیش په تړاوو قانوني چوکاټ تیار دی، نړیوالو څارونکي شتون لري او هر څه ددې لپاره تیار دي چې د رایو تفتیش په ښه توګه بیرته پيل شي

ښاغلي نورستاني په دې اړوند وویل چې کمیسیون دوه لارې درلودې یا د رائیو د تفتیش پیلول د عبدالله عبدالله د څارونکو په نه شتون کې او یا هم د عبدالله عبدالله د غوښتنې منل.

ښاغلي نورستاني وویل " د ملي ګټو په خاطر مونږ د رایو تفتیش ودروه، مونږ ویل چې په خبرو دا حل شي، مونږ نن سهار پوره تیاری درلود، تېره ورځ جمعه هم زمونږ کارکوونکو روزنه ولیده".

هغه وویل، سبا د یکشنبې په ورځ د سهار په اوو بجو د رایو تفتیش پيلوي، دا ځل د رایو تفتیش نه دریږي او نه هم ځنډول کیږي.

ښاغلي نورستاني وویل " که دوی هر څه پرېکوڼ وکړي، مونږ، د ملل متحد نماینده ګان، د جامعه بین المللی نماینده ګان شته، نور ناظرین شته، د بل کاندید نماینده ګان شته، دا به سبا ته شروع کوو انشاء الله".

د یوناما مشر یان کوبیش بیا وویل چې دی تمه لري، سبا ته به د رایو تفتیش په کراره پيل شي او نور به د رایو په تفتیش کې ځنډ او درېدل نه راځي.

په کړنلاره ملاحظات

د اشرف غني احمدزي د تخنیکي ټیم رئیس داود سلطانزوی وایي دا ټیم د رائیو د پلټنې او باطلولو په کړنلارو د ملاحظاتو سره سره د پلڼتې په بهیر کې د ګډون لپاره د ټاکنو خپلواک ته حاضر شوي دي.

خو د عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم وايي چې دا ټیم لا هم په دغو کړنلارو ملاحظات لري او ددغو ملاحظاتو په هکله د ملګرو ملتونو او نورو اړخونو سره په خبرو بوخت دي.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم یو ویاند فضل الرحمان اوریا امریکا غږ ته وویل چې د بهیر د پیل دمخه باید د بهیر د شفافیت په وړاندې ستونزې لرې شي.

اوریا وویل " د تحول او تداوم ټیم د چک لست ۱۲ او ۱۶ ماده نه مني، لاتراوسه د ملګروملتونو د سازمان داوري نه مني، کمیسیون هغه سوپرویزران او ډي بیف سيان چې په ولایتونو کې په تقلب کې لاس درلود د تفتیش په پروسه کې یې درولي دي دوی باید لرې شي".

همداشان ښاغلی اوریا وایي چې تر ټولو لویه ستونزه د ملګروملتونو له خوا د رایو د باطلولو لپاره د کړنلارې په جوړولو کې دوی سره نه مشوره کول دي.

ښاغلی اوریا وایي " دا لایحه نشي کولی تورې رایې د سپینو رایو جدا کړي او دا په حقیقت کې په پراخه کچه په تقلب باندې سرپوخ ایښودل دي".

خو د ښاغلي احمدزي د ټاکنیز ټیم د تخنیکي ټیم رئیس ښاغلي سلطانزوی امریکا غږ ته وویل چې د ملاحظاتو سره سره دغه ټیم د ملګرو ملتونو له خوا ترتیب شوې کړنلاره په بشپړه توکه منلې ده.

ښاغلی سلطانزوی وایي "مونږ با وجود د زیاتو ملاحظاتو چې مو لرل ددې لپاره چې د افغانستان خلک نوره حوصله نلري چې دا پروسه وځنډیږي مونږد ملګروملتونو ټول وړاندیزونه ومنل ".

خو هغه وایي چې د دوی حق دی چې دا و وایي چې په دغو وړاندیزونو یې ملاحظات درلودل.

ښاغلي سلطانزوی وویل چې نن ورته د ټاکنو خپلواکه کمیسیون خبر ورکړه چې د یوناما په غوښتنه یې د رایو د بیا پلټنې بهیر ۲۴ ساعتونو ته بیا درولی دی.

د کاندیدانو او کېري تیلیفوني خبرې

د رایو د بیا پلټنې دا بهیر بیا ۲۴ ساعتونو لپاره په داسې حال کې ځندول شوې چې تیره ورځ په افغانستان د ملګرو ملتونو د مرستو هیت دفتر یوناما په یو بیان کې ویلي چې ددغه بهیر د څارنې لپاره د دوو سوو نه زیات نړیوال څارونکي کابل ته راغلي دي.

د ښاغلي عبدالله او ښاغلي احمدزي ټاکنیز دفترونه وایي چې تیر ماښام د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري هم په دې مسله خبرې کړې دي.

د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو سره د رایو د پلټنې په بهیر خبرې کړي دي.

اوریا وایي چې د عبدالله عبدالله سره د امریکا د بهرنیو چارود وزیر پدغو خبرو کې په هغه موافقه هم خبرې شوي چې افغانستان ته د جان کیري د وروستۍ سفر په وخت پرې دواړو کاندیدانو ترمنځ موافقه شوې وه.

ښاغلی اوریا وویل پدغو خبرو کې د موافقې په تخنیکي او سیاسي اړخونو خبرې شوي دي.

د ښاغلي عبدالله د ټاکنیز دفتر دغه چارواکی وایي چې د دواړو خواو ټینګار په دې وو چې د رایو د پلټنې بهیر باید په شفافه توګه ترسره شي.

ښاغلی اوریا وایي چې ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په راتلونکو ورځو کې کابل ته هم سفر وکړي.

د ښاغلي احمدزي د ټاکنو د تخنیکي ټیم رئیس ښاغلی سلطانزوی هم وایي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اشرف غني احمدزي سره تیره ورځ په تیلیفون خبرې کړي دي .

سلطانزوی وایي چې د دغه تیلیفوني تماس په ترڅ کې دواړو خواو د رایو دبیا پلټنې او ددواړو کاندیدانو ترمنځ د همکاریو د پراخیدلو په سر خبرې کړي دي.

XS
SM
MD
LG