د لاس رسي وړ اتصالات

د رائیو د پلټنې د بهیر پیل او بیا ځنډ


ډ ټاکنو خپلواکه کمیسیون ویاند نورمحمد نور خبریالانو ته وویل چې دا بهیر نن ماسپښین په دوو بجو ددغه کمیسیون د رائیو د پلټنې په دریو اهنګرونو کې د سلو ټیمونو له خوا د ملګرو ملتونو، نړیوالو څارونکو او د اشرف غني احمدزي د څارونکو په مخ کې پیل شو.

ښاغلي نور هیله وښودله چې د عبدالله عبدالله د ټیم څارونکي به هم ددغه بهیر سره یو ځای شي.

د رائیو د بیا پلټنې بهیر نن سهار ۸:۲۰ پیل شو خو د پیل یو ساعت وروسته د عبدالله عبدالله د ټیم د څارونکو د نه شتون له امله د ملګرو ملتونو او د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون د پریکړې له مخې د نن ماسپښین پورې وځنډول شو.

د اشرف غني احمدزي د تخنیکي ټیم رئیس داود سلطانزوی امریکا غږ ته وویل چې د ټاکنو خپلواکه کمیسیون او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو هیت دفتر په ګډه د نن ماسپښین پورې دغه بهیر ځنډولو پریکړه کړي ده.

ښاغلي سلطانزوی د بهیر د ځنډ علت په دغه بهیر کې د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم د څارونکو نه ګډون وښوده.

د ټاکنو خپلواکه کمیسیون د رائیو د بیا پلټنې بهیر نن یو ځل بیا په داسې حال کې پیل کړ چې عبدالله عبدالله ټیم د رایو د باطلولو په کړنلاره لا هم یو لړ ملاحظات لري او د همدغو ملاحظاتو له امله يې ددغه بهیر نه د څارنې لپاره خپل څارونکي هم د ټاکنو خپلواکه کمیسیون ته نه دی استولي.

ډ ټاکنو خپلواکه کمیسیون د شنبې په ورځ د رایو د بیا پلټنې بهیرد عبدالله عبدالله د ټیم په غوښتنه د ۲۴ ساعتونو لپاره ځنډولی وو.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم یو ویاند فضل الرحمان اوریا امریکا غږ ته وویل چې تراوسه ددغه ټیم څارونکي د رایو د بیا پلټنې په بهیر کې د ګډون لپاره د ټاکنو خپلواکه کمیسیون ته نه دي ورغلي.

ښاغلي اوریا په دغه بهیر کې د ډاکټر عبدالله د ټیم د ګډون احتمالات هم رد نکړل وویل چې لا هم ددې ټیم او ملګروملتونو د استازو ترمنځ خبرې روانې دي چې د ښاغلي اوریا په وینا یو څه پرمختګ هم په کې شوی دی.

ښاغلی اوریا وایي "تراوسه نه دي تللي بیګاه ټوله شپه مذاکرات وو، اوس هم مذاکرات ادامه لري، یو څه زمونږ نظریات او وړاندیزونه منل شوي دي همدا چې نور نظریات او وړاندیزونه ومنل شي مونږ خپل ناظرین تفتیش ته لیږو".

د شنبې په ورځ د ټاکنو خپلواکه کمیسیون ریس خبریالانو ته وویل که چیرې یو کاندید په دغه بهیر کې برخه وانخلي نو د بهیرد کار ددوام لپاره پوره نړیوال او افغان څارونکي شته چې ددغه بهیر شفافیت تضمین کولی شي.

XS
SM
MD
LG