د لاس رسي وړ اتصالات

د حشمت خلیل کرزي په فاتحه کې د احمدزي او عبدالله ګډون


عبدالله او احمدزی د حشمت کرزي په فاتحه کې
عبدالله او احمدزی د حشمت کرزي په فاتحه کې

د ولسمشرۍ دواړه نوماندان اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله
‎‫د جمهور رئیس کرزي د اکا د زوی حشمت خلیل کرزي د فاتحې په مراسمو کې د ګډون لپاره نن کندهار ته تللی.

‎‫حشمت خلیل کرزی چي د اشرف غني احمدزي د ټاکنیز کمپاین حوزه وي مسئول هم و د کوچني اختر په دوهمه ورځ د یو ځان وژونکې له لوري په خپل کور کې ووژل شو.

‎ښاغلي احمدزي په کندهار کې وويل چي د قومي مخورو او مشرانو وژل یوه بهرنۍ دسیسه ده خو په څرګند ډول يې کوم هیواد ته ګوته ونه نیوله.

‎‫نوموړي چي د حشمت کرزي په پلرني کلي کرز کې د هغوی په کور کې د فاتحې په مراسمو کې خبري کولې زیاته کړه چې د قومي مشرانو وژل کیدل د افغانانو کار ندی

‎‫ښاغلي احمدزي، حشمت خلیل یو وطن پرسته، پیاوړي افغان او د وطن خواخوږۍ شخصیت یاد کړ او د هغه پر مرګ يې د جمهور رئیس کرزي کورنۍ ته تسلیت ووایه

‎‫ده وويل چي د بریالیتوب په صورت کې به يې بیاهم ډیره پاملرنه د سولي بهیر ته وي او د افغانانو د دغه یوازني ارمان د پوره کیده پوره ، پوره هڅه به کوي .

‎‫د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو د حشمت خلیل کرزی په کلا کې د هغه د فاتحې مراسم هم واخېستل، د ولسمشرۍ دواړه کاندیدان د خپلو ټیمونو له غړو سره خوا په خوا څنګ په څنګ ناست وو.

ښاغلي عبدالله په خپلو لنډو خبرو کې وویل چې د افغانانو غم سره ګډ دی.

ښاغلي عبدالله وویل چې دې د یو افغان او خپل ټیم په استازیتوب د حشمت خیلل کرزي د کورنۍ د غړو سره د غمشریکولو لپاره کندهار ته راغلی دي.

‎‫بل لورته د دعاء پدغو مراسمو کې د کندهار په سلګونو کسانو برخه واخېسته او د حشمت خلیل کرزي ورور حکمت خلیل کرزي ته یې ددعا لاسونه پورته کړل.

‎‫نن په کندهار ښار کې د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو د ورتګ لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو.

‎‫د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو پداسې حال کې په کندهار کې د حشمت خلیل کرزي د فاتحې په مراسمو کې ګډون کړی چې نن په پلازمینه کابل کې د ټاکنو د رائیو د تفتیش لړۍ سهار له پيلېدو لږ وروسته په دغه بهیر کې د عبدالله عبدالله د څارونکو د نه شتړن له کبله بیرته درېدلې ده.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG