د لاس رسي وړ اتصالات

د عبدالله ټیم د ټاکنو په تړاو د کریم خلیلي غږ خپور کړ


نصر الله بریالي ارسلايي
نصر الله بریالي ارسلايي

د عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم ادعا کوي ‌چې د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال محمد کریم خلیلي د جمهوري ریاست په دویم پړاو ټاکنو کې بې طرفه نه دی پاتې شوی او خپل پلویان یې ددغه ټاکنیز ټیم ، سیال ټیم پلوۍ ته هڅولي دي.

د ښاغلي عبدالله د ټاکنیز ټیم مشر نصر الله بریالي ارسلايي ‌نن په کابل کې خبریالانو پروړاندې د جمهور رئیس دویم مرستیال محمد کریم خلیلی ته یو منسوب شوی آواز خپور کړ چې د ارسلايي ‌په وینا پکې د جمهور رئیس دویم مرستیال خپلو پلویانو ته ددې ویل غواړي چې ښاغلی کرزی او نړیواله ټولنه د اشرف غني ‌احمدزي د کاندیدو په باب مثبت نظر لري.

ارسلايي له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو وغوښتل چې د کریم خلیلي ددغو څرګندونو په باب دې خپل نظر روښانه کړي.

ارسلايي وايي "موږ نن اړ شو سره له دې چې موږ نه غوښتل دا سند نشر کړو ،‌موږ ډیر داسې نور سندونه هم لرو خو موږ نه غواړو ،‌موږ هیله لرو چې زموږ د دولت مشران او ذیدخله چارواکي ددغه سند نه پند واخلي او نور نو کوشش ونه کړي چې خپلو کړو ته دوام ورکړي ځکه د دوی کړنې به خلکو ته برملا کیږي."

په ورته وخت کې د افغانستان د جمهور رئیس د دویم مرستیال دفتر د ښاغلي عبدالله د ټاکنیز ټیم لخوا کریم خلیلي ته منسوب شوی غږ ساختګي‌ بللی او ددغه ټیم دا کړنه یې غندلې ده.

ښاغلی بصیر وايي "استاد خلیلي د لومړي پړاو ټاکنو له پيل څخه پر شفافیت ټینګار کړی او له سیال ټیم څخه یې هم تل غوښتي‌ چې له دې پروسې څخه په کلکه څارنه وکړي تر څو ټاکنې په بشپړه توګه رڼې اوسي."

د جمهوري ریاست د دویم مرستیال د دفتر مشر عباس بصیر امریکا غږ ته وویل چې معمولآ استاد خلیلي چې په کومه ژبه غږیږي په دغه خپور شوي آواز کې هغه څه نه لیدل کیږي.

همدا شان د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم مشر ارسلايي د رایو د تفتیش په بهیر کې د دغه ټیم نه ګډون په باب وویل چې دې ټیم خپل شرطونه د تفتیش د بهیر د شفافیت لپاره ملګرو ملتونو ته سپارلي دي او ملګرو ملتونو ورته ویلي‌ دي ‌چې دا اداره به دا وړاندیزونه د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د ډاکتر اشرف غني‌ ټیم سره شریک کړي‌ او چې کله هم دا غاړې په دې وړندایزونو سلا شي نو بیا به دا بهیر پیلیږي.

ارسلايي‌ وايي " د ټاکنو خپلواک کمیسیون پرته له دې چې د دوی وړاندیزونو او شرطونو ته پاملرنه وکړي‌ ددغه ټیم د څارونکو په نه شتون کې د تفتیش بهیر نن پیل کړ چې د دوی له نظره مشروعیت نه لري."

د ټاکنو خپلواک کمیسیون نن سهار د یو ساعت لپاره د رایو تفتیش د پیل وروسته د څلورو ساعتونو لپاره دا بهیر د ملګرو ملتونو په غوښتنه په دې هیله ودروو چې کیدای شي‌ د عبدالله عبدالله ټیم په دغه بهیر کې ګډون وکړي‌ ، خو د ټاکنو کمیسیون څلور ساعته وروسته دا بهیر بیرته پیل کړ.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور وايي‌ هیله من دي چې د عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم د پلټنې له بهیر سره یوځای شي ‌او له دغه بهیر څخه څارنه وکي.
د نور په وینا چې د پلټنې بهیر نه درول کیږي او په شدت سره به پرمخ لاړ شي او له پلان سره سم به پای ته ورسیږي.

ښاغلي نور زیاته کړه د ټاکنو خپلواک کمیسیون څو ځلې له دې کبله چې دواړه ټاکنیز ټیمونه د څارنې په بهیر کې ګډون ولري ، د پلټنې بهیر درولی دی ، خو له دې وروسته نه شي ‌کولای چې دغه بهیر ودروي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې د رایو د پلټنې بهیر د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې په دریو هنګرونو کې هره ورځ د سلو ټیمونو لخوا په دوو شفتونو کې پرمخ بیول کیږي.

XS
SM
MD
LG