د لاس رسي وړ اتصالات

ذکي‌: خلیلي ته د منسوب شوي غږ خپرول هغه ته سپکاوی دی


د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال (ارشیف)
د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال (ارشیف)

د اشرف غني احمدزي ټاکنیز ټیم د خپل سیال ټاکنیز ټیم لخوا د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال ته منسوب شوی آواز چې پکې محمد کریم خلیلي ډاکتر احمدزي ملاتړ ته د خپلو پلویانو د هڅولو کوښښ کوي، په کلکه غندلی دی او له افغان حکومت نه یې په دې هکله د قانوني اقداماتو غوښتنه کړې ده.


ددغه ټیم ویاند فیض الله ذکي د دوشنبې په مازدیګر په کابل کې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې خلیلي یو ملي شخصیت وګڼو ا هغه ته منسوب شوی آواز چې ذکي‌ یو جعلي آواز وباله د سپکاوۍ یوه هڅه وګڼله.


ښاغلي ذکي وویل "د بدلون او دوام ټیم سیاسي شورا د اصلاحاتو او همپالنې د ځینو ډلو لخوا استاد محمد کریم خلیلي ته شوی سپکاوی او د ترلاسه شوي تفاهم په برخه کې د هر ډول ستونزو را ولاړول د غندلو ترڅنګ د اسلامي جمهوریت جمهور ریس او عدلي‌ او قضايي ادارو نه ددغې مسلې د جدي پلټنې غوښتنه کوي"


ښاغلي ذکي وویل چې د دوی ټیم په دې باور دی چې د افغانستان په اوسنیو حالاتو کې د بل هر وخت نه زیات تفاهم او ملي وحدت ته اړتیا لري‌ او هر اقدام چې دغه ملي ارمان ته زیان رسوي پکار دي چې د ټولو لخوا یې غنده وشي.


هغه پوښتنه وکړه چې څنګه یو شمیر کسان ځان ته ددې حق ورکوي چې د خپل هیواد اساسي قانون تر پښو لاندې کړي‌ او دخلکو په حریم تیری وکړي ، په پټه آوازونه ثبت او بیا یې په ډیره بې باکۍ سره خپاره کړي.


ښاغلي ذکي د عبدالله عبدالله په ټیم کې ځینې کړۍ د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو ترمنځ د امریکا د بهرنیو چارو د وزویر په منځګړیتوب د شوي تفاهم پروړاندې د خنډونو په راولاړولو تورنې کړې وویل چې د ده ټیم اوس هم په تخنیکي او سیاسي برخو کې په خپلو کړو وعدو ولاړ دی.


د یکشنبې په ورځ د عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم کریم خلیلي ته منسوب شوی یو غږ خپور کړ چې پکې غږیدونکی ناستو کسانو ته دا ویل غواړي چې نړیواله ټولنه او جمهور ریس کرزی د ډاکتر اشرف غني احمدزي په باب مثبت نظر لري.


د ښاغلي عبدالله د ټاکنیز کمپاین رئیس نصرالله بریالي ارسلايي د غږ د خپورلو په وخت خبریالانو ته وویل چې خپور شوی غږ جعلي نه دی او دوی چمتو دي‌ چې اړوندو ادارو ته د غږ د ترلاسه کولو منبع افشا کړي.


ارسلايي ارګ د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د احمدزي ټیم د یو داسې مثلث په توګه یاد کړ چې د هغه په وینا د ټاکنو د مدیریت په برخه کې په ګډه سره کار کوي.


د دواړو ټیمونو ترمنځ دا نوې لفظي شخړې په داسې حال کې راپورته شوي چې نن د عبدالله عبدالله تخنیکي ټیم د رایو د پلټنې بهیر ته ورستون شوی دی.

XS
SM
MD
LG