د لاس رسي وړ اتصالات

د کاندیدانو ټیمونه: اسلامي حزب را سره اړیکې نه دي نیولي


د گلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب یو چارواکي غیرت بهیر خبریالانو ته ویلي چې دغه حزب د افغانستان د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو سره اړیکې نیولي او د هغوې نه یې غوښتي چې د ټاکنو را وروسته لانجو ته دې د سیاسي لارو هوارۍ ولټوي.

همداشان غیرت بهیر د افغانستان په راتلونکي حکومت کې د خپل حزب د ګډون احتمالات هم نه دي رد کړي او ویلي یې دي چې د دواړو ټیمونو سره یې په دې هکله خبرې لا روانې دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د یو کاندید عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم ددغه ټیم سره د اسلامي حزب د اړیکو په باب بې خبري ښودلې او ویلي دي چې تراوسه دوی سره اسلامي حزب اړیکې نه دي نیولي.

ددغه ټیم یو ویاند فضل الرحمان اوریا امریکا غږ ته وویل چې که اسلامي حزب د خبرو نیت لري نو د خبرو د پیل دمخه دې په یوه اعلامیه کې د خبرو په باب وضاحت وړاندې کړي.

ښاغلی اوریا وایي "مونږ د ملي وحدت د حکومت د جوړولو په درشل کې یو، چې د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امریکا د متحده ایالاتو او ملګروملتونو کلک ملاتړ به ولري هر قوت چې غوښتي اوسي کولی شي د ملي وحدت دولت سره خبرې وکړي".

همداشان ښاغلي اوریا وویل چې که چیرې اسلامي حزب خبرې کول غواړي نو د جنګ لاره دې پریږدي.

هغه وویل تر کومه چې دی خبر دی د حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب اړیکې د ډاکټر عبدالله عبدالله د سیال ټیم سره ښې دي.

د اشرف غني احمدزي ټاکنیز ټیم هم ددغه ټیم سره په نږدې وختونو کې د اسلامي حزب د اړیکو نیول ونه منل، خو ددغه ټیم ویاند فیض الله ذکي په راتلونکې کې ددغه حزب سره د خبرو او تماسونو احتمالات رد نکړل.

د اشرف غني احمدزي د ټاکنیز ټیم ویاند فیض الله ذکي یو خبرې کنفرانس ته وویل چې په افغانستان کې د سولې ټنګیدلو لپاره دغسې اړیکو ته اړتیا شته دی.

ښاغلي ذکي وویل "هغه څه چې د راتلونکې پورې اړه لري د شک پرته د سیاسي خبرو له لارې یوې تل پاتې سولې ته لاس رسۍ د بدلون او تحول د ټیم په لومړیتړبونو کې ځای لري او همداسې به پاتي شي او هر سیاسي قوت چې په ې برخه کې د خبرو پیل ته چمتو اوسي د خبرو لپاره په بشپړه توګه ښه نیت او اراده شته دی".

ټاکنې او نوی حکومت

د افغانستان اسلامي حزب د افغانستان د جمهوري ریاست په ټاکنو کې تر ډیره حده په دوو برخو ویشل شوی وو، یوې برخې یې د عبدالله عبدالله او یوې بلې برخې د اشرف غني احمدزي د ټاکنو په دوهم پړاو کې ملاتړ وکړه، خو پخپله د حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب چې د لومړي پړاو په ټاکنو کې یې د قطب الدین هلال د کاندیدلو نه ملاتړ کړی و، په دوهم پړاو کې یې د یوې اعلامیي په خپرولو سره د یوې خوا ملاتړ هم و نکړه، خو هلال د دوهم پړاو د ټاکنو په وروستیو شیبو کې د ښاغلي احمدزي خوا ونیوله او د هغه نه یې ملاتړ وکړ.

د سیاسي چارو یو شمیر کارپوهان په افغانستان کې د ټاکنو وروسته د نوي حکومت جوړیدل د حکومت وسلوالو مخالفانو سره د پخلاینۍ په برخه کې د یو ښه فرصت په توګه ویني او وایي چې ددې لپاره چې امریکا د جګړې د ځینو خواو سره لا دمخه یو لړ اړیکې لري چې دا کارهم د ملي وحدت د حکومت جوړیدلو ته لاره پرانستلی شي.

د افغانستان د سیاسي چارو یو کار پوه هارون میر په دې نظر دی چې په تیرو څه د پاڅه دریونیمو لسیزو کې افغانستان زیاتې ستونزې د خپلو ګاونډیانو لیدلي دي اوس دا هیواد یو داسې منځکړي ته اړتیا لري چې ګټي یې د افغانستان د ګټو سره په ټکر کې نه اوسي.

ښاغلي میر امریکا غږ ته وویل " امریکا د ناټو د ائیلاف په سر کې په تیرو اوږدو کلونو کې مونږ سره په پوځي او امنیتي او هم اقتصادي برخو کې ډیرې مرستې کړي دي او زمونږ لپاره به د امریکا منځکړیتوب ډیر ګټور اوسي".

ښاغلی میر وایي چې امریکا د طالبانو سره هم یو لړ تماسونه لرل چې کیداې شي دا تماسونه هم د نوي حکومت د جوړیدلو په وخت سولې ته د وسلوالو مخالفانوپه هڅولو کې مرسته وکړي.

خو د افغانستان د ښځو د فعالینو د یو شمیر ډلې او د بشري حقوقو د ځینې ادارې حکومت وسلوالو مخالفانو سره د پخلاینې مخالفت کوي او دا ګڼي چې په حکومت کې ددغسې ډلو یو ځای کیدل به په تیرو ۱۳ کلونو کې د هغوی د حقوقو په برخه کې ترلاسه شوي لاس ته راوړنې د ګواښ سره مخ کړي.

د بشري حقوقو د فعالینو اندیښنې

د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسیون د رسنیو د چارو رئیس رفیع الله بیدار امریکا غږ ته وویل چې باید عدالت د سولې قرباني نه شي.

بیدار وایي " مونږ هره سوله باید د عدالت په بنیاد وکړو ".

په نوي حکومت کې د وسلوالو مخالفانو د ګډون په باب دا خبرې په داسې وخت کې رامخې ته شوی چې لا هم د ټاکنو خپلواکه کمیسیون د رایو په پلټنه بوخت دی او ددغه کمیسیون د اټکل له مخې که د پلټنې بهیر د کوم ځنډ سره بیا مخ نشي لږ تر لږه دزې اونۍ وخت به واخلی ترڅو ټولي رایې بیا وشمیرل شي.

XS
SM
MD
LG