د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسمشرۍ نوماندانو بیا په خپلو کې سره لیدلي دي


د افغانستان د ولسمشرۍ د دواړو نوماندانو ټاکنیز دفترونه وايي، چې نن عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي په خپلو کې سره کتلي او د ټاکنو د شفافیت په تړاوو یې خبرې کړي.

د ولسمشرۍ د کاندیدانو د ټاکنیزو دفترونو ویاندویانو امریکا غږ ته ویلي، چې دا لیدنه ددې لپاره شوې ترڅو د رایو د تفتیش په تړاوو بحثونه وشي.

د اشرف غني احمدزي د ټاکنیز ټیم یوه غړي عباس نویان او د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم ویاند فضل الرحمن اوریا وویل، چې دا لیدنه د ټاکنو د پایلو د شفافیت او د تفتیش د بهیر د روڼتیا لپاره شوې ده.

عباس نویان وویل : "دا لیدنه د تحول او تداوم د ټیم په دفتر کې شوې ده".

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري له منځګړیتوب وروسته دا درېیمه لیدنه ده چې دواړه کاندیدان یې په خپلو کې کوي او په ټاکنو بحث کوي.

د رایو تفتیش

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د جمهوري ریاست د ټاکنو د دوهم پړاوو د رایو د تفتیش له پيله تر پرونه د ټولو رایو نهه اشاریه پنځه په سلو کې تفتیش شوی دی او په مجموعي ډول دوه زره او یو سلو اووه اویا د رایو صندوقونه تفتیش شوي دي.

نن د ټاکنو د کمیسیون په ګودامونو کې د رایو پلټنه د ملګرو ملتونو د استازو، د نړیوالو څارونکو او د دواړه نوماندانو د استازو په مخ کې روانه وه.

په کابل کې د اشنا تلویزیون خبریال وايي، چې د رایو د تفتیش په مهال به د کاندیدانو استازو د ملګرو ملتونو او د ټاکنو د کمیسیون له کارکوونکو سره ان په مشاجره کې هم پرېوتل.

د ټاکنو د کمیسیون ویاند وايي، تېره ورځ د رایو د تفتیش په مهال ۶۴۵ صندوقونه تفتیش شوي او نن پدغه کمیسیون کې په دوو شیفټونو کې په څلورو ګودامونو کې د رایو تفتیش د کاندیدانو د څارونکو په مخ کې روان دی او د شپې تر اتو بجو به دوام وکړي.

د نن ورځې د رایو په تفتیش کې د لوګر، میدان وردک، پکتیکا او فاریاب ولایتونه شامل وو.

د ټاکنو د کمیسیون ویاند نور محمد نور وویل: "د ټاکنو کمیسیون تمه لري، چې د کمیسیون د کارکوونکو ټیمونه یو سلو پنځوسو ته ورسوي، د تفتیش کار چټک کړي، خو پدې لار کې مونږ هغو نهادونو مرستو ته هم اړتیا لرو چې په ټاکنو کې له مونږ سره ښکیل دي".

د ټاکنو د کمیسیون ویاند دا ډول وايي، چې د ۳۲ ولایتونو څه باندې یو ویشت زره صندوقونه مرکزي کمیسیون ته لېږدول شوي دي.

لا هم د بدخشان او بغلان د ولایتونو د رایو د صندوقونو لیږد پاتې دی.

د ټاکنو تفتیش له اختر وروسته دوه ورځې نور هم ځنډېدلی وو، خو تېره ورځ د عبدالله عبدالله څارونکو په ګډون بېرته له سره پیل شو

XS
SM
MD
LG