د لاس رسي وړ اتصالات

َپه ارزګان کې یو افغان پولیس خپل اوه ملګري وژلي


ارشیف
ارشیف

د ارزګان ولایت د پولیسو امنیه قوماندان جنرال مطیع الله خان امریکا غږ ته وویل چې دا پیښه تیره شپه ډیر ناوخته شوي ده.

جنرال مطیع الله خان وویل چې د وسله والو مخالفانود یونفوذي سړې له خوا تېره شپه ددغه ولایت د مرکز د ترینکوټ د مهر اباد په سیمه کې په یوه پوسته کې خپلو اتو پولیس ملګرو ته لومړی په خوړو کې بې هوښه کوونکي دارو ورکړي او بیا یې مخالفو وسلوالو په مرسته خپل اوه ملګري په ډزو وژلي او یو یې سخت ټپي کړی دی.

جنرال مطیع الله خان وایې دغه برید کوونکي له ځانه سره د پوستې ټولې وسلې او مهمات هم وړي دي.

تېره میاشت کې هم په دغه ولایت کې یو پولیس خپل څلور ملګري په ډزو وژلي وو.

دا برید په کابل کې د افغان پوځ په یونیفورم کې د یو تن له خوا د کابل په پوځي اکاډيمۍ کې په ډزو د یو امریکایې لوړ پوړې جنرال د وژلو او ۱۵ نورو بهرنیو او افغان پوځیانو د ټپي کولو وروسته په تیرو ۲۴ ساعتونو کې دریمه دغسې پیښه ده چې په کې د افغان امنیتي ارګانونو پورې مربوط کسان د خپل ټوپک شبیلۍ د خپلو ملاتړو بهرنیو او افغان امنیتي ادارو کارکونکو په لور اړوي.

په کابل کې ددغه برید سربیره تیره ورځ د پکتیا په ولایت کې هم د ایساف یو سرتیری د یو افغان امنیتي کارکونکې په ډزو کې په ګردیز کې ټپي شوي وو.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG