د لاس رسي وړ اتصالات

افغان کرکټ ملي لوبډله ډک لاس وطن ته راستنه شوه


Afghan Cricket team return
Afghan Cricket team return

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له زیمباوې هیواد سره د څو سیالیو ترسره کولو وروسته د اتلولۍ له کپ سره نن هیواد ته ستنه شوه.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د خپلو مینه والو او چارواکو له تود هرکلي سره مخ شوه.

د کرکټ د ملي‌لوبډلې کپټان نبي عیسي خیل وايي دا د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې لومړنی ځل وو چې ویې کولای شول د کرکټ د نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب لرونکي هیواد سره سیالۍ ترسره کړي او د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو سره یې کپ هم ګټو.

نبي وايي : “ډیر زیات خوشحاله یم له دې لوبو څخه که څه هم په پیل کې موږ دوه لوبې وبایللې خو هلکانو خپله حوصله ونه بایلله روزنکي موږ ته ډاډ راکاوه چې تاسې ډیر ښه ټیم یاست نو بیا موږ وښوده او وروستۍ دوه لوبې مو وګټلې”.


د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپټان نبي عیسی خیل وايي چې ځوانانو لوبغاړو هم وښودله چې ښې لوبې کولای شي او د دوه زره او پنځلسم کال نړیوال کپ سیالیو که چیرته اړتیا وي نو دوی کولای شي چې ځوانو لوبغاړو ته وخت ورکړي او ولوبیږي.


په ورته وخت کې د کرکټ بورډ اجرایوي مشر نور محمد مراد امریکا ته وویل چې له زیمباوې هیواد سره د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبیدل او ځوانو لوبغاړو ته وخت ورکول هغه څه وو چې دوی وکولای شول خپله لوبډله د دوه زره او پنځلسم کال نړیوال کپ سیالیو ته وارزوي.


مراد وايي وايي :"موږ به تر راتلونکو څو ورځو یوه شل کسیزه لوبډله د نړیوال کپ لپاره اعلان کړو چې دغه سیالۍ په دوه زره او پنځلسم کال کې په نوي زیلاند او آسترالیا کې ترسره کیږي , موږ لپاره یوازې معیار استعداد دی ، هر څوک چې له ځان نه وړتیا وښايي نو دغو سیالیو کې به ورته د لوبو کولو وخت ورکړل شي".


له بلې د افغانستان د کرکټ بورد مشر شهزاده مسعود وايي چې افغانستان وکولای شول له زیمباوې سره له سیالیو ترسره کولو وروسته د نړۍ په کچه په یولسم ځای کې راشي.

د مسعود په وینا دا د افغانستان د کرکټ بورد لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده
مسعود وايي :"خوشبختانه افغانستان وکولای شول چې زیمباوې ته په خپل هیواد کې چې له پیچونو او میدانونو سره بلد وو ماتې ورکړي ، خوشبختانه افغانستان وکولای شول چې کپ خپل هیواد ته راوړي".

د افغانستان د کرکټ ملي‌لوبډلې په داسې وخت کې له زیمباوې هیواد د لوبو لړۍ ترسره کړه چې تر راتلونکو څلویښتو ورځو به د افغانستان د کرکټ ملي‌ لوبډله په کوریا کې په آسیايي سیالیو کې هم برخه واخلي.


د یادولو وړ ده چې افغان کرکټ لوبډلې له زیمباوې سره څلور یو ورځینۍ او دوه څلور ورځینۍ لوبې ترسره کړې ، که څه هم دغه سیالۍ د افغانستان او زیمباوې لوبډلو په برابره توګه پای ته ورسولې خو دا چې د افغان لوبډلې امتیازونه زیات وو ، د لوبې کپ د افغانستان په برخه شو.

XS
SM
MD
LG