د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کامیابه راستنیدنه


د کرکټ ملي لوبغاړي د زمبابوې نه د گټلي جام سره
د کرکټ ملي لوبغاړي د زمبابوې نه د گټلي جام سره

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم چې د په لومړي ځل د کرکټ د نړیوالې شورا د دایمي غړیتوب لرونکي هیواد زمبابوې په سفر تللی و،د پنجشنبې په غرمه د کابل ته ستون شو. د افغانستان د کرکټ مینه والو ،د کرکټ بورډ مسولینو او نورو چارواکو ورته په هوايي ډگر هرکلی وویل.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم کپتان محمد نبي، د کرکټ بورډ اجرایوي ریس ډاکټر مراد او د اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ښاغلی جانان موسی زی د گټلي جام سره
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم کپتان محمد نبي، د کرکټ بورډ اجرایوي ریس ډاکټر مراد او د اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ښاغلی جانان موسی زی د گټلي جام سره

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوي ریس ډاکټر نور محمد مراد زمبابوې ته د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د سفر او بریاو په اړه د امریکا غږ آشنا راډیو سره مرکه کې وویل چې دا یو تاریخي سفر و او د کرکټ لوبغاړو د زمبابوې سره سیالیو نه ثابته کړه چې دوي ډیره روښانه اینده لري.

ډاکټر مراد دا هم وویل چې د افغانستان کرکټ بورډ به د دغو سیالیو په جریان کې د هر لوبغاړي کارکردگي په دقت سره ارزیابي کوي او د دوي د جملې نه به شل غوره لوبغاړي د کال ٢٠١٥ د کرکټ د نړیوال جام د سیالیو دپاره انتخاب کړي.

افغانستان په دغه سفر کې په څلورو ورځنیو سیالیو کې زمبابوې ملي ټیم ته دوه لوبو کې ماتې ورکړه او د سیالیو لړۍ ېې مساوي پای ته ورسوله،چې د غوره لوبې په اساس د سیالیو جام هم د افغانستان په برخه ورسید.

محمد نبي په زمبابوې کې د جام د اخیستو په مهال
محمد نبي په زمبابوې کې د جام د اخیستو په مهال

افغانستان د الف لوبډلې او د زمبابوې د الف لوبډلې ترمنځ هم دوه څلور ورځنۍ لوبې وشوې چې هغې کې هم یوه زمبابوې او یوه افغانستان وگټله. چې دا هم مثبت پرمختگ گڼل کیږي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:12 0:00
مستقیمه لیکه

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG