د لاس رسي وړ اتصالات

د کاندیدانو ګډه اعلامیه او د خلکو نظرونه


ارشیف
ارشیف

د جمهوري ریاست د دوو کاندیدانو ترمنځ د ګډې اعلامیې د لاسلیک په هکله افغانان یو خوله نه دي.

یو شمیر د انتخاباتو د اوږدو جنجالونو راوروسته دغسې یوه موافقه د روان وضیعت نه د وتلو لپاره یو مناسب اقدام ګڼي، خو یو شمیر نوربیا ددواړو ټیمونو کړنلارو او په ټیمونو کې راټول شوو شخصیتونو ته په کتو په ملې حکومت کې ددو ټیمونو راغونډیدل پخپله یو ستونزمن کار ګڼي.

د سیاسي چارو یو څیړونکی لطف الله سعادت وايي که چیرې د ملي وحدت حکومت دکاري وړتیا او لیاقت په اساس رامنځ ته کیږي نو ښه کار دی.

ښاغلی سعادت وايي "زما په نظر د دواړو نوماندانو ترمنځ هوکړه ګټه لري په دې شرط چې فساد اشخاص بیا سره راټول نه شي لکه څنګه چې په تیرو دورو کې وو بلکې په اساس د لیاقت او شایستګۍ راشي نو بیا ګټه ورکوي که هغه هرڅوک وي".

خو د سیاسي چارو یو بل کارپوه مطیع الله خروټۍ د بیلابیلو نظریو د خاوندانو او دډلو په ګډون د ملي وحدت د حکومت جوړول د نوي جمهور رئیس لپاره یو لویې ګواښ ګني او وایي چې ستونزې به هغه وخت رامخې ته شي چې کله دوه کاله وروسته لویه جرګه نه د اجرائیوي ریس تشکیلات ومني او نه هم د ریاستي نظام بدلون.

ښاغلی خروټۍ وایي "اوس دغه جوړجاري چې د امریکا د متحده ایالاتو په منڅګړیتوب په افغانستان کې شوې دی اساسي علت یې دغه ناخوالې چې قرار وو ایجاد شي خاموش کول او کمول وو".

بل پلو د کابل یو شمیر ښاریان هم لکه د افغانستان سیاسي کارپوهانو په څیر د کاندیدانو ترمنځ ددغه نوي جوړجاړي په باب جلا جلا نظرونه لري یو شمیر یې وایي چې دا جوړجاړي د انتخاباتو راوروسته جنجالونو ته په کتو ښه هوارې دی خو ځینی نور بیا ددواړو ټیمونوترمنځ یوه کړنلاره رامنځ ته کول یو ډیر ګران کار ګڼي.

دوی د جمهوري ریاست له دواړو کاندیدانو څخه غواړي چې په خپلو ژمنو ولاړ پاته شي.

د کابل ښار اوسیدونکی لعل محمد عمري په وینا دا چې کاندیدان په خپله منځ کې سره جوړ نه شول او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په منځګړیتوب سره یوې هوکړې ته ورسیدل دا یو ښه کار دی.

ښاغلی عمري وایي دا د افغانستان په ګټه ده چې نوماندان سره یوې هوکړې ته ورسیدل”.

خو د کابل ښار یو شپیته کلن دوکاندار رحمان ګل دغه جوړ جاړي ته دومره خوشبینه نه دی او وایي چې د ټړون اصلي ازمایښت به هله رامخې ته شي چې کله نوی جمهورریس لوړه ترسره او حکومت جوړول پیل کړي.

ښاغلی رحمان ګل وایي " اوس خو ټول خوشاله دي هریو وایي ما وګټله خو هغه وخت به ستونزې را پیداشي چې د څوکیو ویش پیل شي".

خو د دغو اندیښنو سره سره د جمهوري ریاست دواړه کاندیدان وایي چې دوی دا پریکړه د افغانستان حساس وضیعت ته په کتو کړي ده.

د جمهوري ریاست یو نوماند عبدالله عبدالله وايي دوی هوکړه چې د افغانستان په خاطر او د افغانستان د خلکو په خاطر سره ګډ کار وکړي.

ښاغلی عبدالله واييد انتخاباتو نتیجه د پلټنو په اساس اعلانیږي ، یو کس به لومړی ځای وګټي بل کس به دویم ځای وګټي خو موږ دا ژمنه کړې ده چې انشاالله یو ځای سره کار کوو، د افغانستان په خاطر او د افغانستان د خلکو په خاطر”.

اشرف غني احمدزي هم ویلي چې له خپل سیال سره یې دا هم ژمنه کړې چې د ګډ کاري کمیسیون په جوړیدو سره به د رایو د پلټنې بهیر پای ته ورسیږي او د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو ته زمینه برابره کړي.

ښاغلی احمدزی واييپس له دې نه به موږ په انتخاباتو بحثونه نه کوو ،زموږ بحثونه باید د ولس په دسترخوان باندې وي ، د ولس په امنیت باندې وي ، سوله باندې وي ، ثبات باندې وي‌ او د افغانستان د اولیا ګټو تآمینولو باندې.او انشاالله په ملي ټینګه اراده چې هر افغان د هغه غوښتونکی دی زه باور لرم چې دا ترسره کولی شو".

دا به په راتلونکو ورځو کې معلومه شي چې کاندیدان په خپلو ژمنو ودریږي او که بیا هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر منځګړیتوب ته به اړتیا پیښه شي.

په اوس وخت کې ددواړو کاندیدانو تخنیکي ټیمونه د رایو د بیا پلټنې د بهیر ژر بشپړیدلو ته کار کوي تر څو نوي جمهورریس د راتلونکې عیسوي میاشتې په سر کې په برتانیا کې د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون امکان پیدا کړي.

په ورته وخت کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور وايي د رایو د پلټنې بهیر به ګړندی کړي‌ او ورسره به د رایو د باطلولو بهیر په روانه اونۍ کې د هغی کړنلارې له مخې چې دواړو کاندیدانو او ملګرو ملتونو پرې هوکړه کړې پیل شي.

ښاغلی نور واييد ټاکنو خپلواک کمیسیون به سر له بل سبا په هر کاري وخت کې دوه لس کسیز ټیمونه زیات کړي چې ترڅو وکولای شو په بیړه سره دغې پروسې ته د پای ټکی کیږدو”.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې تر اوسه د بیلابیلو ولایتونو پنځه زره او دوه سوه او یو اویا د رایو صندوقونه پلټلي دي چې دا د ټولو رایو نږدې څلورمه برخه جوړوي.

XS
SM
MD
LG