د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: د عراق عملیات به وخت ونیسي

  • خلیل بړیڅی

ولسمشر اوباما د شنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته د وینا په حال کې

ولسمشر اوباما د شنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته د وینا په حال کې

د امریکا ولسمشر بارک اوباما واېي په عراق کې د هوایي بریدونه او د بشري مرستو کوم عملیات پیل شوي دا به وخت ونیسي.

د امریکا غږ د سپني ماڼۍ خبریال لویس رامیز په خپل رپوټ کې واېي چې ښاغلي اوباما د شنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته په وینا کې وویل چي د مذهبي اقلیتونو سره چې د سینجار په غره کې بند پاته دي بشري مرستې ادامه لري او پر هغو لارو چارو غور کېږي چې څنګه دغه بې ځایه شوي کډوال خوندي سیمو ته انتقال شي.

ښاغلي اوباما زیاته کړه د اسلامي سخت دریځو پرضد عملیات او دهغه بي ځایه شوی کډوال خوندی سیمو ته انتقاله ول به وخت ونیسي.

ښاغلي اوباما وویل "زه داسي فکر نه کوم چي موږ به دغه ستونزه په څو اونیو کي حل کړو."

ولسمشراوباما وايي، چي د امریکا هواېې ځواکونوپه بمباریوو کې د داعش هغه نظامي وسایط له مینځه وړل شوي دي چې هغوي د کردستان د پایتخت ایربل پر ضد استعمالولای شوای.

ولسمشر اوباما د سپینې ماڼۍ په جنوبي چمن کې خبریالانو ته وینا کوي

ولسمشر اوباما د سپینې ماڼۍ په جنوبي چمن کې خبریالانو ته وینا کوي

ښاغلی اوباما دغه خبرې د شنبې په ورځ په خپلې اونیزی وینا کې وکړې او زیاته یې کړه چې په عراق کې یې د دوو ډولو عملیاتو امر ورکړی چې د یو عملیاتوهدف دادی چې په عراق کې امریکایان وژغورل شي او بل یې هم هغو زرگونوعراقي ملکیانو ته بشري مرستې ورورسول شوی چې د ترهګرو له لورې په غرونو کې محاصره شوي دي اولارې پرې بندې دي.

ښاغلي اوباما پر دې باندې تبصره ونکړه چې د امریکا پوځي عملیات به څومره وخت ونیسي، خو دا یې وویل چې د داعش د ډلې له خوا متوجه خطرات به په څواونیوو کې حل نشي بلکې وخت به ونیسي.

ښاغلي اوباما وویل، چې د عراق اسلامي دولت وسلوالو لخوا د عراق شمالي سیمي په دومره چټکي نیول د حیرانتیا خبره ده.

هغه وویل " په دی کوم شک نسته چي د هغوی پرمختگ، دهغوی تحریک له تیرو څو میاشتو رایسي ډیر زغرد وو چي استخباراتو ېې په اړه اټکلونه کړي وو، او زما په فکر په عراق کی دننه او دباندی بیا د پالیسي جوړونکو په توقوعاتو برابر ول."

امریکایان او د عراق نوي جنگ

د سپنې ماڼۍ مخې ته د عراق د جنگ پر ضد مظاهره

د سپنې ماڼۍ مخې ته د عراق د جنگ پر ضد مظاهره

د امریکا ولسمشر په امریکا کي دننه د عراق د جنگ په اړه دکورني اندیښنو سره مخ دی.

امریکایان فکر کوي، چې په عراق باندی هواېې بریدونه کیدای شي ددی اشاره وي چې امریکا د عراق جنګ ته بیا ورودانګل. زیاتره امریکایان دعراق د جنگ مخالفت کوي.

ښاغلي اوباما په واروار ډاډ ورکړي، چې هغه به امریکاېې ځواکونو ته بیرته عراق ته د ورتگ امر ورنکړي، او نه به دغه هڅه په زغرده او په اسانی په عراق کې ثبات په راوستلو کي مرسته وکړي.

ښاغلي اوباما زیاته کړه " زما په فکر دا به کیدای شي زموږ تر ټولو لویه غلطي وي، چې دا فکر وکړو چې هلته ورشو هر څه له سره بدل کړو، او د عراق مختلیفو ډلو ترمنځ بیرته په احساساتو کې بنسټیز بدلون راولو. ددی دپاره دا ډیره مهمه ده چې یو داسې عراقي حکومت باید موجود وي چې هغه زمه واروی په غاړه واخلي، چې موږ ورسره مرسته وکولاي شو، ملگرتیا ورسره ولرو او چې ددی توان ولري چې په سیمي کې ملگري پیداکړي"

ښاغلي اوباما وویل چې د فرانسې او بریتانیې مشرانو موافقه کړې ده چې د امریکا سره به د بشري مرستو په رسولو کې مرسته کوي.

ښاغلي اوباما وویل چې امریکا په نړۍ کې په هر جنجال کې نشي کولای چې ځان ورښکیل کړي خو که چیری داسې وضیعت رامخ ته شي چې بې شمیره بې ګناه خلګ د قتل عام سره مخ وي نو امریکا نشي کولای چې مخ ځیني واړوي.

امریکا د عراق حکومت څخه څه توقع لري؟

د امریکا هواېي ځواکونو په بمباریو کې د داعش نظامي وسایط له مینځه وړي

د امریکا هواېي ځواکونو په بمباریو کې د داعش نظامي وسایط له مینځه وړي

اوباما وايي، کوم وخت چې یو داسې عراقي حکومت جوړ شي چې په کې ټول عراقیان ونډه ولري نو دا به ډیره اسانه وي چې ټول عراقیان د داعش د ډلي پرضد ودریزي خو په اخره کې د عراق کړکیچ باید عراقیان پخپله حل وکړي نه امریکاېې ځواکونه، او د کډوالو د خوندیتوب بشپړ مسولیت دی په غاړه واخلي.

XS
SM
MD
LG