د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل ننني ځانمرګي برید څلور تنه وژلي


ارشیق
ارشیق

د کابل امنیه قوماندانۍ وايي د بهرنیو ځواکونو په کاروان باندې نن یکشنبه په کابل کې د ځانمرګي‌ برید په پایله کې څلور تنه ملکي‌ وګړي‌ وژل شوي او پنځه دیشت نور ټپیان دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزی وايي چې دغه برید نن له غرمې مخکې په ۱۱:۳۰ دقیقو د کابل د دارلامان په سړک د علاوالدین په څلور لار کې د بهرنیو ځواکونو په کاروان وشو چې په پایله کې څلور ملکي وګړي‌ ووژل شول او پنځه دیرش تنه نور ټپیان دي.

ښاغلي ستانکزي امریکا غږ ته وویل چې په ټپیانو کې دوه ماشومان او یوه ښځه هم شامل دي.

ښاغلی ستانکزی وايي “نن له غرمې مخکې یولس بجې او دیرش دقیقې یو ځانمرګی برید کوونکی چې په تیزرفتاره موټر کې سپور وو چې د شپږمې ناحیې په مربوطاتو کې د بهرنیو ځواکونو په کاروان برید وکړ چې په پایله کې څلور ملکي وګړي ووژل شول او لږترلږه پنځه دیرش تنه ټپیان دي”.

د پیښې شاهدان وایي چې د پیښې ورورسته نړیوالو ځواکونو د پیښې ځای کلا بند کړی او خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

چارواکي‌ وايي چې اکثره ټپیان د پیښې له ځای څخه د استقلال روغتون ته چې د دارلامان په سړک کې موقعیت لري ، لیږدول شوي‌ دي.

د پیښې په ځای کې د دوکانونو ښیښې هم ماتې شوي دي او د سیمې خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

یو عیني شاهد امریکا غږ ته وویل ‌چې ځانمرګی برید کوونکی په یوې سور رنګي کرولا ډوله موټر کې سپور وو چې د بهرنیو ځواکونو په موټر یې برید وکړ.

د کابل د پولیسو قوماندان جنرال ظاهر ظاهر وايي ‌چې د برید کوونکي هدف هم د بهرنیو ځواکونو کاروان وو ، خو په دغه برید کې بهرنیو ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

طالبانو د پیښې مسولیت په غاړه اخیستی او ادعا یې کړې ده چې د کابل د دارلامان په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو دوه ټانکونه ویجاړ کړي دي.

همدا شان د طالبانو لخوا په خپرې شوې اعلامیه کې د لومړي ځل لپاره په دغه برید کې د ملکي وګړو د ټپي کیدو په هکله هم یادونه شوې ده.

په دغه پیښه کې د ملکي وګړو یو شمیر موټرې هم ویجاړې شوي دي.

XS
SM
MD
LG