د لاس رسي وړ اتصالات

د کنړ په سرحدي پوستو د پاکستاني طالبانو د برید ادعا


ارشیف
ارشیف

دکونړ د امنيې قوماندانۍ وياند فريد الله دهقان آشنا راډيو ته وويل چې نن سهار درې بجې او دېرش دقيقې يوه ډله وسله وال طالبان چې شمیره يې دوه سوو نوي تنو ته رسیده د ناړۍ ولسوالۍ پر کيهان سرحدي پوستې بريدونه وکړل چې د افغان سرحدي پولیسو په متقابل برید کې په شا وتمبول شول.

نوموړی وايي چې په دې بريدونو کې ملکي وګړو ته هغه مهال ځاني زيان ورسیده چې دخپلو سرحدي پوليسو په ملاتړ خپلو شته وسلو سره د جګړې ډګر ته ووتل.

هغه وايي وسله والو پر عامو خلکو توغندي وورول چې په پايله کې يې دوه میرمنې په خپل کور کې ووژل شوې .

ښاغلي دهقان وويل چې په دې دوه سوه نوي کسيزه وسله واله ډله کې د پاکستاني طالبانو د لشکر اسلام، لشکر طيبه، تحريک طالبان پاکستاني او حتى پاکستاني ملیشې هم شاملې وې.

هغه وويل اوس مهال په سیمه کې وضعيت عادي دى.

له بله پلوه د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک وايي چې تیر ماښام په الينګار ولسوالۍ کې د ملا بريالي او ملا وزير په نامه دوه وسله والې ډلې په خپلو کې سره نښتي دي او په پايله کې يې ملا وزير وژل شوى دى.

هغه وويل چې دا دواړه وسله والې ډلې په سيمه کې له خطرناکو وسله والو ډلو څخه شمیرل کیږي.

وسله والو طالبانو لا تر دې دمه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG