د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنو خپواک کمیسیون نن د رائیو د باطلولو لړۍ پرانیځي


Afghan election workers count ballot papers during an audit of the presidential run-off in Kabul August 3, 2014.
Afghan election workers count ballot papers during an audit of the presidential run-off in Kabul August 3, 2014.

په داسې حال کې چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون نن سه شنبه د رائیو د باطلولو بهیر په ابتدایي بڼه پیلوي، جمهور رئیس حامد کرزي خپل حکومت ته د نوي جمهور رئیس سره د همکارۍ او ورته د مسولیتونو د سپارلو امر کړی دی.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې نن د غرمې وروسته به د رائیو د باطلولو مرکز د افغانستان د جمهوري ریاست د کاندیدانو د استازو په مخ کې پرانیځي خو عملي کار به یې وروسته پیل شي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نورمحمد نور خبریالانو ته وویل چې تیره ورځ د رائیو د باطلولو کمپیوټري پروګرام ددغه کمیسیون چارواکو ته په ازمایښتي توګه وښودل شو چې د کمیسیون له خوا تایید شو.

ښاغلي نور وویل نن به دا پروګرام د افغانستان د جمهوري ریاست د کاندیدانو تخنیکي ټیمونو ته وښودل شي چې بیا به دوه درې ورځې وروسته په رسمي ډول د رائیو د باطلولو کار هم پیل شي.

هغه وویل چې د رائیو د باطلولو لپاره دوه میکانیزمه شته دی، یو یې همدا کمپیوټري پروګرام او بل میکانیزم یې په دې هکله د کمیسیون علني غونډې دي.

ښاغلي نور وویل"لومړی میکانیزم دا دی چې همدا چک لست چې د کاغذ په بڼه موجود دی د کمپیوټر په پروګرام بدلیږي او سیستم پخپله دا ټاکي چې ستونزه چیرته ده او باید چې پروسس شي. دوهمه موضوع داده چې ځینې کیسونه چې ورسره مخ کیږي او سیستم هغه نشي په نښه کولی د ټاکنو خپلواکه کمیسیون یې په باب په علني غوڼده کې د کاندیدانو د استازو ، د ملي او نړیوالو څارونکو په وړاندې پریکړه کوي ".

هغه وویل چې رسنئ هم د رائیو د باطلولو د علني غونډو بهیر څارلی شي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا د جولای د ۱۲ را پدیخوا چې افغانستان د دوو کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي ترمنځ د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري په منځګړیتوب د جوزا د میاشتې په ۲۴ د ټولو اچول شوو رایود بیا پلټنې په باب د موافقې وروسته چې د رایو د بیا پلټنې بهیر پیل شوی د دوشنبې د شپې تر اتو بجو د ۷۱۳۱ د رایو صندوقونه بیا پلټل شوي چې د ټولو اچول شوو رایو ۳۰ فیصده جوړوي .

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې نن یې د رائیو د بیا پلټنې د ټیمونو شمیر په هر شفټ کې تر ۱۳۰ پورې لوړ کړی دی.

دی کمیسیون د رائیو د باطلولو د بهیر د پیل خبر په داسې وخت کې ورکړی چې دمخه داسې رپوټونه وو چې د جمهوري ریاست د کاندیدانو د تخنیکي ټیمونوترمنځ د رایو د باطلولو په کړنلاره لا هم د نظر اختلاف موجود دی.

د کاندیدانو تخنیکي ټیمونه دا مني چې لا هم دوی په ځینو د اختلاف وړ ټکو سره خبرې کوي خو زیاتوي چې د اختلاف وړ مسایل ډیر جدي نه دي.

د رسنیو د کمیسیون غوښتنه

د بلې خوا د ټاکنو د رسنیو کمیسیون د افغانستان د ټولو رسنیو غوښتي دي چې د ټاکنو په قانون کې په ځانکړي ډول د رسنیو په کمیسیون کې د ممکنه بدلون لپاره دې خپل وړاندیزونه دغه کمیسیون ته تر راروانو دوو اونیو وسپاري .

ددغه کمیسیون سرپرست حشمت الله رادفر نن خبریالانو ته وویل چې د ټاکنو د خپلواک کمسیون د رسنیو کمیسیون په پام کې لري چې تر راتلونکو دوو اونیو په دې هلکه د رسنیو د چارواکو په ګډون یو سیمینار هم جوړ کړي.

ښاغلي رادفرد د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم له خوا د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال ته منسوب شوی غږ د خپرولو وروسته په ځینو رسنیو کې په شوو قومي بحثونو اندیښنه وښوده وویل چې په کار دي رسنئ ددغو بحثونو ډډه وکړي ځکه چې د رادفر په وینا دا ډول بحثونه د شخړو سبب هم کیدلی شي.

نوي حکومت سره همکارۍ

په داسې حال کې چې د جوزا د میاشتې د ټاکنو د رایو بیا پلتنې لا هم دوام لري د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي یو ځل بیا د خپل حکومت غوښتي دي چې د پروګرام سره سم دې نوي حکومت او جمهور رئیس ته د خپلو ادارو مسووليتونو سپارولو لپاره چمتوالی ونیسي.

جمهور رئیس حامد کرزي د دوشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې خپلو وزیرانو ته وويل چې له راتلونکي حکومت او جمهور رئیس سره همکاري او مرسته د ټولو دولتي کارکوونکو ملي مسووليت دی.

د جمهوري ریاست د ارګ د ماڼۍ نه د يو خپور شوي بیان له مخې ښاغلي کرزي په دې غونډه کې وويل چې افغانان بايد له ترخو تجربو، په ګاونډيو هېوادونو کې له مهاجرتونو او بې کوريو عبرت واخلي او د خپل راتلونکي حکومت او جمهور رئیس د ملاتړ لپاره یو بل ته سره لاسونه ورکړي.

XS
SM
MD
LG