د لاس رسي وړ اتصالات

د ملي یووالي د حکومت د جوړېدو کمیسیون کار پيل کړ


د دواړو کاندیدانو ټاکنیزو ټیمونه د ملي یووالي په حکومت په کابل کې خبرې کوي

د دواړو کاندیدانو ټاکنیزو ټیمونه د ملي یووالي په حکومت په کابل کې خبرې کوي

د ولسمشرۍ د دواړو نوماندانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د ټاکنیزو ټیمونو له غړو نه جوړ د ملي یووالي کمیسیون د کابل په انټرکانټیننل هوټل کې خپله لومړنۍ غونډه وکړه، چې د اشرف غني احمدزي د ټیم مشري حاجي دین محمد او د عبدالله عبدالله د ټیم مشري محمد ناطقي کوله.

د دواړو ټیمونو دا ګډ د ملي یووالي کمیسیون دنده لري، چې په یوه اونۍ کې دننه یوه طرحه چمتو کړي، او هغه مسوده بیا دواړو کاندیدانو ته و سپاري.

ددې کمیسیون دا دنده هم ده چې د کاندیدانو ترمنځ د تېرې اوونۍ لاسلیک شوې، موافقتنامه تفصیلي کړي او په ټولو ابعادو په جزئیاتو بحثونه وشي.

د اجرائيوي ریاست څوکۍ

دواړو کاندیدانو پدې توافق کړی، چې هر یو له دوی واک ته رسیږي، نو مقابل سیال ته به اجرائيوي پوست ایجادوي.

ددغه پوست د کارونو د اجراء، صلاحیتونو او کاري مشخصو په سر لاهم ګونګوالی شته.

خو د اشرف غني احمدزي د ټیم ویاند فیض الله ذکي او د عبدالله عبدالله د ټاکنیزو ټیم ویاند سید آقا فاضل سانچارکي خبریالانو ته وویل، دا ګډ کمیسیون به د اجرائيوي پوست واکونه معلوموي.

د عبدالله عبدالله د ټیم ویاند فاضل سانچارکي، اجرائیوي پوست رئيس، د اجرائیه کارونو صدراعظم ګڼي ‪"‬د سیاسي توافقنامې په متن کې تر یوه حده راغلي، چې اجرائيوي پوست به د منتخب ولسمشر له خوا ایجادیږي، اجرائيوي رئيس تر دوو کلونو پورې د اجرائيوي صدراعظم په توګه کار کوي، طبعا چې رئيس جمهور خپل یو لړ صلاحیتونه اجرائيوي پوست ته تفویضوي، خو څرنګوالی، ابعاد او څنګه والی یې دغه کمیسیون چې نوی یې کار پیل کړی، دوی یې مشخص کوي.‪"‬

خو د اشرف غني احمدزي د ټاکنیز ټیم یو لوړ پوړی غړی فیض الله ذکي بیا د صدراعظم د کلمې کارول د هغه په ويناء د ځینو دوستانو معقوله ده، او د صدراعظم د پوست ایجاد د اساسي قانون په خلاف ګڼي او وايي، چې دواړو نوماندانو دا توافق کړی چې د اساسي قانون په تطابق به کار کوي.

ښاغلي ذکي وویل ‪"‬د اجرائي صدراعظم تعریف، کله چې تاسې صدراعظم وايئ، یعنې صدراعظم یوه تعریف شوې معقوله ده، صدراعظم په انګلیسي کې Prime minister معنی یې داده چې د حکومت رئيس به وي، دا زمونږ د موجوده اساسي قانون په تناقض کې ده، چې هلته ویل کیږي، رئيس د حکومت به رئيس جمهور وي.‪"‬

خو د دواړو کاندیدانو نوماندان وايي، چې د اجرائيوي پوست کارونه به په ډاګه کړي.

د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د ټاکنیزو ټیمونو ویاندویانو ښاغلیو ذکي او سانچارکي خبریالانو ته وویل، د ملي وحدت د کمیسیون نن لومړنۍ ناسته وه، چې د هر یوه ټیم پنځلس غړو پکې برخه درلوده، دوی وویل، د رایو د تفتیش د ژر پای ته رسولو او د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو ته به وخت تعین کړي.

د ملي یووالي د ګډ کمیسیون په نننۍ غونډه کې د عبدالله عبدالله د ټیم دغو غړو، محمد ناطقي، عبدلستار مراد، فوزیه کوفي، میرویس یاسیني، محمود کرزي، فاضل سانچارکي، نور الحق علومي، حبیبه سرابي، او نور برخه درلوده.

د اشرف غني احمدزي د ټاکنیز ټیم نه بیا حاجي دین محمد، فیض الله ذکي، فرخنده زهرا نادري، حنیف اتمر، ګلاب منګل، حکمت خلیل کرزي، سعادتي، وحیدالله سباوون او نورو ګډون کړی وو.

بل لورته که څه هم نن یوه لور ته د کاندیدانو د ټیمونو ترمنځ سیاسي جوړ جاړی روان وو، ولې بل لورته د ټاکنو په کمیسیون کې د رایو د تفتیش په سر د کاندیدانو د ټیمونو د ناظرینو ترمنځ لفظي شخړې هم رامنځته شوې.

د رایو تفتیش نېږدې یو ساعت وځنډېده او د لفظي شخړو له امله پکې سکته ګي هم رامنځته شوه.

د دواړو کاندیدانو د ټیمونو استازو وویل، چې دوی پرېکړه کړې ده، ترڅو درې درې زره صندوقونه د هر یوه کاندید بیا له سره تفتیش او و شمېرل شي.

خو د ټاکنو کمیسیون وايي، کاندیدانو په رسمي شکل ورته دا وړاندیز ندی سپارلی.

د ټاکنو د کمیسیون ویاند نور محمد نور وویل ‪"‬ فرض کړئ چې دواړه کاندیدان پدې موافق وي، چې درې درې زره د رایو صندوقونه بیا وشمېرل شي او تفتیش یې وشي، دا باید له کمیسیون سره په رسمي ډول شریک شي.‪"‬

دغه کمیسیون وايي، تر پرونه دېرش په سلو کې د رایو تفتیش شوی، چې اوه زره او اته سوه پنځوس د رایو صندوقونه کیږي.

XS
SM
MD
LG