د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی په پنځلس ورځو کې د ټاکنو د پایلو اعلانول غواړي


د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ته ویلي چې د ټاکنو پايلې په هر ډول چي کيږي، باید د روانې ميلادي میاشتې ترپایه اعلان شي.

د افغانستان د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر په یو خپور شوي بیان کې ویلي چې جمهور رئيس حامد کرزي نن غرمه د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي یان کوبیش سره وکتل او هغه ته یې وویل چې اوسنی حالت د خلکو پر ژوند، اقتصاد او امنیتي حالت منفي اغیز کړی او له همدې کبله د افغانستان خلک نور نه شي کولی تر دې ډېر په تمه واوسي.

جمهور رئیس کرزي ټينګار وکړ چې د ټاکنو پايلې په هرډول چې کيږي، باید پر ټاکلې موده یعنې د روانې میلادي میاشتې ترپایه اعلان شي.

د ارګ نه په خپور شوي دغه بیان کې ویل شوي چې په دغه کتنه کې په کابل کې د امریکا د متحده ایالتونو سفیر هم حاضر و.

دا بیان وایي چې ښاغلي کوبیش په دغه کتنه کې، د رايو د پلټنې د بهیر د پرمختګ د څرنګوالي په اړه جمهور رئيس ته معلومات وړاندې کړي دي.

ددغه بیان دمخه د افغانستان د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفترپه یو بل بیان کې ویلي وو چې جمهور رئیس حامد کرزي نن په ارګ کې د پوهنتونونو د استادانو سره په کتنه کې ویلي دي چې د ټاکنو د پایلو اوږدیدلو د افغانستان په امنیتي وضیعت او د افغانانو په ژوند اغیزه کړې ده.

جمهور رئیس حامد کرزي د افغانستان د جمهوري ریاست د دوو کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي ترمنځ شوې موافقې ته په کتني هیله ښودلې ده چې دا موافقه به د افغانستان د خلکو ګټو په خاطر او د روانو حالاتو ته په پاملرنې ډیر ژر به د ټاکنو د پایلو سبب شي.

د کابل ولایت د پوهنتونونو استادانو جمهور رئیس حامد کرزي سره په دغه کتنه کې هغه ته په تیرو دیارلس کلونو د پوهنې په برخه کې د کړو خدمتونو له امله یوه نقاشي شوې تابلو هم ډالۍ کړه.

۳۷ فیصده رائیو پلټنه

جمهور رئیس حامد کرزي دا څرگندونې په داسې حال کې کړي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي تر اوسه د ټولو رائیو نږدې ۳۷ فیصده رایې پلټلې دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې نږدې یوه میاشت وړاندې د سل فیصدو د رائیو د پلټنې د بهیر د پیلدلو راوروسته نن په لومړي ځل د رائیو د باطلولو بهیر د رسنیو د استازو په مخ کې پیلوي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نورمحمد نور د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې تر اوسه دا څرګنده نه ده چې په نږدې یوه میاشت کې د شمارل شوو رائیوڅومره رایې باطلې شي.

ښاغلي نور وویل "له نیکه مرغه نن د غرمې وروسته په دوو بجو رائیو د پایلو، چک لستونواو پایلو دجدولونو د جمع کولوبهیر د رسنیو او څارونکو په مخ کې پیل کیږي."

ښاغلي نور وویل چې د بهیر د پیل وروسته به هره ورځ چک لستونه په دغه سیستم کې اچول کیږي او پایلې به یې د افغانستان خلکو سره د رسنیو له لارې شریکې کیږي.

همداشان هغه وویل چې د جمعې په ورځ به د هغو ۶۰۰۰ رائیو د باطلولو کار هم پیل شي چې اوړمه ورځ په اړه یې دواړو کاندیدانو استازو پریکړه وکړه او له مخې به هر ټیم د خپل مقابل لوري ۳۰۰۰ صندوقونه د رائیو د پلټنې د کړنلارې یا چک لست د ۱۶ مادې په اساس ځانګړي پلټنې ته وړاندې کوي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند وویل چې ددې پلټنې توپیر د رائیو د روانې پلټنې نه دادی چې په دې پلټنه کې د رائیو صندوقونو پلټنې ته ځانګړې پاملرنه کیږي او د رائیو په پلټنه کې به افغان او نړیوال څارونکي هم برخه ولري

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې د سرطان په ۲۶ د سل فیصدو رائیو د بیا پلټنې د بهیر له پیله تر تیرې شپې اتو بجو پورې ۸۳۸۲ د رائیو صندوقونه بیا پلټل شوي چې د ټولو ۲۸۲۸ صندوقونو نږدې ۳۷ فیصده جوړوي.

XS
SM
MD
LG