تر پرون ورځې پورې د هغو ایزدي، عیسوي او نورو عراقیان په اړه نړېواله اندېښنه ډېره وه چې د عراق په اربیل کې په سنجار نومي غره کې د اسلامي دولت د وسلوالو له وېرې یې هلته پناه وړیده.
خو د متحده ایالتونو د دفاع وزیر چک هېگل په یوه خبري غوڼډه کې ووېل، د داعش د وسلوالو پر ضد د امریکا هوایي بریدونه او د سنجار د غره پر سر د ایسار پاتې شویو لپاره د هوا له لارې د بشري مرستو غورځول، د روان حالت په بهترولو کې یې ډېره مرسته کړې ده.
هیگل وایي « نه یواځې هلته د غره پر سر لږ شمېر خلک وو، بلکې د هغوی وضعیت هم ښه و. پناه غوښتوونکو زموږ د اوبو او خوړو د مرستو او د داعش پر ضد هوایي بریدونو یې ستایلي دي.»
متحده ایالتونو سیمې ته په روانه اونۍ کې ځواکونه لېږلي وو ترڅو د پناه غوښتوونکو د حالت په بهترولو او د بشري مرستو له لړۍ سره مرستې وکړي.
ښاغلي هېگل دا هم زیاته کړه چې د مثبتې ارزیابۍ سره سره، د متحده ایالتوونو هڅې په عراق ختمې شوي ندي.
خو په ورته وخت کې ملگرو ملتوونو نن د هغو جنسي زور زیاتیو د رپوټونو غنده وکړه چې وېل کیږي اسلامي وسلوالو د عراقي اقلیتونو د ښځو او ماشومانو پر وړاندې کړي دي.
په نیویارک کې د ملگرو ملتوونو د سازمان ویاند، ستیفن دوجارېک وایي، د عراق لپاره د ملگرو ملتوونو د ځانگړي دفتر مشر پر نړېوالې ټولنې غږ کړې چې د عراق له حکومت او د هغو ښځو او نجوونو په خوشې کولو کې مرسته وکړي چې د وسلوالو سره په ولکه کې دي.
په روان دوبي کې د اسلامی دولت وسلوال او ورسره مل د نورو سني وسلوالو بریدونه د دې لامل شول چې د عراق په شمال او ختیځ کې پراخې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي او عیسوي او ایزیدي اقلیتوونه تېښتې ته اړ کړي او په شمال کې د عراقي کردانو خودمختاري له گواښ سره مخامخ کړي.
د سیاسي حالت په ټپه دریدل
نوري المالکي چې اته کاله په عراق کې صدارت کړی، داسې نښکاري چې واک په اسانه پریږدي او هلې ځلې کوي ترڅو د دریم ځل لپاره هم د صدراعظم په توگه پاتې شي.
ښاغلي مالکي نن یوځل بیا پرخپلو خبر ټینگار کړی چې تر هغه به واک پرې نږدي ترڅو چې یوه فدرالي محکمه د عراق د صدارت څوکۍ ته د نوي جمهور رئیس لخوا د حیدر عبادي د نومولو د فیصلې په اړه پرېکړه ونکړي.
ښاغلي مالکي پداسې حال کې دا خبرې کوي چې نړېوالې ټولنې په خاصه توگه متحده ایالتونه، ناټو، سعودي عربستان او ایران وار دمخه د نوي نومول شوي صدراعظم حیدر عبادي څخه خپل ملاتړ اعلان کړی او ورڅخه یې د نوي کابینې د جوړولو غوښتنه کړې ده.
نوري المالکي پر دې گرم بلل کیږي چې د خپل اتې کلنې واکمنۍ پر مهال ونه توانېد چې سني او نور اقلیتونه او په مجموع ټول عراق یوموټی کړي.